افغان – پاک اړیکې؛ د باور جوړونې نوې هڅې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د افغانستان او پاکستان اړیکې د ملي یووالي حکومت په دوره کې له بې‌باوريو او لوړو-ژورو وروسته، اوس يو ځل بيا د باور جوړونې او ښه کېدو په درشل کې دي.

په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو «د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان» تر عنوان لاندې یو پروګرام پيل کړ، چې تر دې دمه یې د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو لپاره د ځینو سیاسي مشورتي ناستو او د یو بل هېواد ته د تګ راتګ زمینه برابره کړې ده.

د دغه تګ راتګ په لړ کې تېره اوونۍ هم (۱۳۹۷هـ ش د جوزا ۲۹مه) يو جګ‌پوړی افغان پلاوی اسلام‌آباد ته ولاړ او د افغان چارواکو په وینا، پاکستان ته د تللي دغه افغان پلاوي د سفر اجنډا، د سولې او له وسله‌والو طالبانو سره د اوربند په مسئلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې دي.

د ملي یووالي حکومت پر مهال د افغان – پاک اړیکو څرنګوالی، د بې‌باورۍ په فضا کې د د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې نوې هڅې او په اوس‌مهال کې د سولې پروسې پر وړاندې نوې ننګونې او شته فرصتونه هغه موضوعات دي، چې دلته مو پرې بحث کړی.

افغان-پاک اړیکې

د کابل ـ اسلام‌آباد اړیکې تل د بې‌باوریو ښکار دي. دواړه لوري تل د یو بل پر دریځونو شکونه کوي؛ خو د لېوالتیا ځای بیا دا دی، چې له دغو بې‌باوریو او شکونو سره سره کابل هڅه کوي، چې لومړی له پاکستان سره خپلې اړیکې ورغوي او بیا د دغو اړیکو پر مټ، افغانستان د سولې او ثبات په لور بوځي.  دغه دریځ یوازې دومره ګټه کړې، چې په لنډمهال کې يې افغان-پاک اړیکې رغولې دي؛ خو په اوږده مهال کې دغه سیاست تر اوسه هېڅ پایله نه ده لرلې.

د ملي یووالی حکومت له جوړېدو سره سم، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د تېر بهرني سیاست په پرتله اسلام‌آباد ته ډېر نږدې شو او اسلام‌آباد ته یې په بې‌ساري ډول امتیازات ورکړل. په بل اړخ کې هغه مهال کابل ته د پاکستان د سیاسي او نظامي لوړ پوړو چارواکو سفرونه هم د تېر په پرتله زیات شول او کابل ته به د هر پاکستاني لوړپوړي چارواکي له سفر سره، له افغان حکومت سره د سولې اړوند تازه ژمنې کېدې؛ خو پاکستان تل په خپلو دغو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني تګلاره او پاکستان ته امتيازات ورکول، په کابل کې د خونړیو چاودنو له زیاتېدو سره د رسنیو، د ملي شورا ځينو غړو او پخوانیو حکومتي چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوه. په دې توګه، په ژمنو کې د پاکستاني لوري پاتې راتګ او په افغانستان کې ورځ تر بلې د امنیت خرابوالی هغه لامل شو، چې د ملي یووالي حکومت پر مهال یې افغان – پاک اړیکې دومره ترینګلې کړې چې افغان ولسمشر په نړیوالو کنفرانسو کې د پاکستان مرستې رد کړې او په نړيواله کچه يې د پاکستان د منزوي کولو جدي هڅې پيل کړې.

له دغو لوړو-ژورو او بيا د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا په نوې تګلاره کې پر پاکستان له فشارونو وروسته، له تېرو څو مياشتو راهيسې یو ځل بیا د کابل – اسلام‌آباد ترمنځ د اړیکو ښه کېدو هڅې کېږي؛ د دواړو لورو لوړپوړي چارواکي د یو بل هېواد ته سفرونه کوي؛ د پاکستان په تړاو د افغان حکومت په تګلاره کې هم نرمښت راغلی او ظاهرا پاکستان هم غواړي چې له افغان حکومت سره یې اړیکې ښې شي.

دا چې افغان حکومت ولې بیا هم هر ځل د سولې او ثبات لپاره د پاکستان په لور مخه کوي، عمده لامل یې له افغان حکومت سره د وسله‌والو مخالفینو هېڅ ډول خبرې نه کول دي، دا چاره د دې لامل شوې چې د سولې په تړاو د افغان حکومت انتخابونه محدود شي او  افغان چارواکي بیا هم پاکستان ته په دې هیله مخ واړوي، چې ښایي دا ځل به په صادقانه توګه د افغان سولې بهير او له طالبانو سره د افغان حکومت د مخامخ خبرو اترو په پيل کې مرسته وکړي.

د بې‌باورۍ په فضا کې د باور جوړونې هڅې

افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې‌باوریو په اوج کې د دواړو هېوادونو له لوري د دوه‌اړخیزو سیاسي مشورتي ناستو پیل د ۱۳۹۶هـ ش کال په اسد میاشت کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې “تهمینه جنجوعه” په مشرۍ د پاکستاني پلاوي په راتګ سره وشو.

پاکستاني پلاوي د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستيال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ له افغان پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې، سیاسي، تجارتي او ترانزیټي اړیکو پیاوړتیا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د امنیت ټینګښت او د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې. دغه راز دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د بېلابېلو میکانیزمونو په پام کې نیولو سره به د دواړو لورو ترمنځ د متقابل باور رامنځته کولو په موخه هڅې کوي.

دغه سیاسي مشورتي ناستې څو ځله په کابل او اسلام‌آباد کې د دواړو هېوادونو له لوري د ټاکل شوو پلاوو ترمنځ وشوې او بالآخره د ۱۳۹۷هـ ش کال د حمل په ۱۷مه کابل ته د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په راتګ سره، نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او پیوستون لپاره د عمل پلان (APAPPS) د تطبیق په موخه پر ځینو اصولو هوکړه وکړه:

  • پاکستان د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې او پخلاینې د بهير ملاتړ کوي؛
  • دواړه لوري د هغو ډلو پرضد اغېزناک ګامونه پورته کوي، چې سولې ته نه حاضرېږي او د دواړو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي؛
  • دواړه لوري ژمن دي چې خپله خاوره به یې د کوم بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له‌خوا د مقابل هېواد د حکومت ضد چارو لپاره نه کارېږي؛
  • د هوکړه شویو اصولو د پلي کولو لپاره باید د اړیکو د مدیرانو له لارې د ارزونې، همغږۍ او تثبیت ګډ میکانیزم جوړ شي؛
  • دواړه هېوادونه د یو بل سیمه کې د ځمکنيو او هوایي تاوتریخواليو مخنیوي ته ژمن دي؛
  • دواړه لوري به د عامه تورونو لوبې د مخنیوي او اندېښمنوونکو او جنجالي مسئلو ته د ځواب ویلو لپاره، د افغان–پاک د عمل پلان د همغږۍ میکانیزم کاروي؛
  • د «سولې او پیوستون لپاره د افغان–پاک عمل پلان» د پلي کولو او د پورتنیو اصولو د پلي کولو لپاره به کار‌ډلې او د همغږی میکانیزم جوړوي.

کابل ته د شاهد خاقان عباسي له سفر وروسته د کابل – اسلام‌آباد د اړیکو بیا رغېدو او د دواړو لورو ترمنځ د شویو هوکړو د تطبیق او عملي کولو په موخه دغه هڅې لا ګړندۍ شوې. د ۱۳۹۷هـ ش د جوزا په ۷مه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک پاکستان ته ولاړل او له پاکستاني چارواکو سره یې د سولې او پیوستون د عمل پر پلان خبرې وکړې.

دغه راز د همدې میاشتې په ۲۲مه کابل ته د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه راغی او له افغان چارواکو سره یې خبرې وکړې. د همدې تګ راتګ په دوام د جوزا په ۲۹مه یو ځل بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی، د دويم ځل لپاره داسې مهال اسلام‌آباد ته ولاړل چې له یوې خوا طالبانو خپل درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه او له بلې خوا په کنړ کې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د افغان او امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

د سولې بهير؛ نوې ننګونې او نوي فرصتونه

زموږ په سیمه او هېواد کې وروستيو تحولاتو د افغان سولې په تړاو نوې ننګونې او نوي فرصتونه زيږولي دي. د نويو ننګونو له جملې د روسیې او ایران زیاتېدونکی رول او له امریکا سره د دواړو هېوادونو خرابېدونکې اړیکې دي. ځکه نو داسې انګېرل کېږي، چې له افغان طالبانو سره د دغو هېوادونو پراخېدونکو اړيکو، د افغان سولې لاره او شرایط هم پېچلي کړي دي.

په بل اړخ کې، د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د اختر درې ورځنی اوربند، چې دواړو لوریو په بریالیتوب سره پلی کړ، د سولې په تړاو هیلې راژوندۍ کړې او دا يو فرصت وبلل شو. دغه راز په هېواد کې دننه د سولې په تړاو د ولسونو نوی راپورته کېدونکی موج او د افغان سولې پروسې په تړاو د امریکا په دريځ کې څه نا څه بدلون هم د سولې لپاره نوي فرصتونه بلل کېږي.

پورتني هغه ټکي دي، چې د سولې په تړاو د قضيې له دواړو اړخونو د چټکو او نويو ګامونو د پورته کولو تقاضا کوي. خو د افغان حکومت د سولې تګلاره لا هم د پاکستان پر صادقانه هڅو راڅرخي او له همدې کبله په وروستيو مياشتو کې د دواړو هېوادونو د اړيکو رغولو دوه‌اړخيزې هڅې روانې دي. په اوسني وخت کې د افغان-پاک اړيکو نويو پرمختګونو ته ځکه ډېره هيله نشته، چې د پاکستان وروستۍ هڅې د نړيوالو فشارونو زېږنده دي او داسې انګېرل کېږي، چې پاکستان دا هڅې يوازې د دغو فشارونو د کمولو لپاره کوي. پای

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د