نړیوال جام: جرمني په اضافي وخت کې ګول وواهه او مهمه بریا یې خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په فوټبال نړیوال جام کې د زړه بوږنونکو سیالیو لړۍ روانه ده، چې تېره ورځ یو ځل بیا له سختې لوبې وروسته جرمني سویډن لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تېره شپه د جرمني او سویډن ترمنځ سیالۍ د پای ته رسېدو په حالت کې وه چې د جرمني لوبډلې تکړه لوبغاړي ټوني کروس په فري کیک وهلو سره په ۹۵مه دقیقه کې په زړه پورې ګول وواهه او بریا یې خپله کړه.

د دواړو لوبډلو لخوا د وخت پوره کېدو پورې یو-یو ګول وهل شوی و، خو د لوبڅار لخوا د پنځه دقیقو اضافي وخت ورکولو جرمني ته د ګول وهلو فرصت په لاس ورکړ او ګټه یې ترې پورته کړه.

په دې لوبډله کې د سویډن لخوا په ۳۸مه دقیقه کې ګول ووهل شو، چې په همدې سره د لوبې لومړی نیمایي په یو صفر پای ته ورسېدو، خو د دویمې پاڼې له پېل سره سم په ۴۸مه دقیقه کې جرمني لوبډلې ځوابي ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه چې تر ۹۴مې دقیقې یې دوام وکړ.

د لوبې په پای کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو په زړه پورې خوارۍ وکړې خو بالاخره ټوني کروس وتوانېد چې د چپ لخوا کونج څخه په زړه پورې فري کیک ووهي او په ۹۵مه دقیقه کې یې ګول وواهه، چې په دې سره د جرمني دویم پړاو ته تګ اسانه شو.

سربېره پر دې تېره ورځ دوه نورې لوبې ترسره شوې، چې په کې بیلجیم تونس لوبډلې ته په ۵-۲ ستره ماتې ورکړه، همدا ډول مکسیکو سویلي کوریا ته په ۲-۱ ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده چې د نړیوال جام په ننۍ (یوولسمه ورځ) به هم درې سیالۍ ترسره کیږي، چې په لومړۍ سیالۍ کې به انګلستان د پاناما، جاپان د سینیغال او پولینډ د کولمبیا پر وړاندې مخ کیږي، چې له جاپان او سینیغال څخه به یې ګټونکې لوبډله دویم پړاو ته لار مومي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د