فوټبال نړیوال جام: تر دې دمه کومو لوبډلو دویم پړاو ته لار موندلې او کومې بهر شوي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام کې په حیرانونکې ډول ځینې هغه لوبډلې چې تمه یې کمه کې ده دویم پړاو ته لار موندلې او یا هم زیات چانس لري، خو برعکس ځینې تکړه لوبډلو ته د دویم پړاو تګ شکمن بریښي.

له هغه کمزورو لوبډلو چې تمه ترې کمه کېده او دویم پړاو ته یې لار موندلې ده، روسیه، مکسیکو، نایجیریا، او شاید په دې لیست کې د جاپان او سینیغال لوبډلې هم ځای ومومي، چې برعکس د جرمني او ارجنټاین په څېر تکړه لوبډلې به له سختو پړاوونو وروسته وکولای شي دویم پړاو ته لار ومومي، همدا ډول کولمبیا، سویډن او پولینډ هم د خپل ګروپونو په پای کې ځای لري.

د هر ګروپ لوبډلې حالت لاندې وګورئ!

ګروپ A: له دې ګروپ څخه روسیې او یوروګوای لوبډلو د ۱۶ مرحلې پړاو ته لار موندلې ده، په دې ګروپ کې د تکړه لوبغاړي محمد صلاح لوبډله «مصر» او د سعودي کمزورې لوبډله بهر شوي دي.

ګروپ B: په دې ګروپ کې تر دې دمه کومه لوبډله دویم پړاو ته په وتلو نه ده بریالی شوې، په دې کې اسپانیا او پرتګال لوبډلې له دوه لوبو څخه یوه-یوه ګټلې او یوه-یوه مساوي شوې ده، خو ایران لوبډلې له دوو څخه یوه ګټلې او بله کې ماتې خوړلې، او مراکش لوبډله په دوه لوبو کې ماتې خوړلو سره له سیالیو بهر شوې ده.

له دوی څخه اسپانیا او پرتګال ته د دویم پړاو لپاره د تګ چانسونه ډېر دي، خو ایران هم کولای شي چې د لوبې په ګټلو او په ښه اوسط مخکې لاړ شي.

ګروپ C: له دې ګروپ څخه فرانس لوبډلې دویم پړاو ته لار موندلې ده، پيرو لوبډله له سیالیو بهر شوې، خو د ډنمارک او استرالیا ترمنځ به د وتلو مقابله کیږي چې ډېر چانس د ډنمارک لوبډلې سره دی.

ګروپ D: له دې ګروپ څخه کروشیا لوبډلې دویم پړاو ته لار موندلې ده، خو د نایجیریا، آیسلنډ او ارجنټاین ترمنځ سیالیو څخه به یوه لوبډله دویم پړاو ته لار مومي، چې له دوی څخه د نایجیریا ۳، د آیسلنډ او ارجنټاین ۱-۱ پواینټ دی، که چیرې د لیونل میسي لوبډله «ارجنټاین» په راتلونکې سیالۍ کې نایجیریا ته په غوره اوسط ماتې ورکړي دویم پړاو ته د وتلو چانس لري، په دې شرط چې کروشیا آیسلنډ ته ماتې ورکړي.

ګروپ E: په دې ګروپ کې تر دې دمه هیڅ یوه لوبډله دویم پړاو ته په وتلو نه ده بریالۍ شوې، برازیل او سویس یوه- یوه لوبه ګټلې یوه مساوي شوې چې ۴-۴ پواینټونه لري، همدا ډول سربیا یوه ګټلې خو بله یې بایللې چې ۳ پواینټونه لري، او کوسټا ریکا هیڅ کومه سیالۍ نه ده ګټلې ځکه له سیالیو بهر شوې، اوس برازیل او سویس کولای شي دویم پړاو ته لار ومومي.

ګروپ F: له دې ګروپ څخه مکسیکو په دوه لوبو ګټلو دویم پړاو ته لار موندلې ده، خو د جرمني په څېر تکړه لوبډله لا هم په شک کې ده، که چیرې سویډن خپله راتلونکې سیالۍ وګټي او جرمني ماتې وخوري د سویډن لوبډله دویم پړاو ته ځی او جرمني به د سویلي کوریا ملګرتیا وکړي او له سیالیو به بهر شي.

ګروپ G: په دې ګروپ کې بیلجیم لوبډلې دویم پړاو ته لار موندلې ده، او تونس لوبډله له سیالیو بهر شوې ده، خو د انګلستان لوبډلې یوه سیالۍ ترسره کړې او ګټلې یې ده، دویمه لوبډله چې دویم پړاو ته به لار مومي انګلستان او یا هم پاناما وي، خو د انګلستان چانس زیات دی.

ګروپ H: ددې ګروپ لوبډلو تر دې دمه یوه-یوه سیالۍ ترسره کړې ده، چې جاپان او سینیغال ګټلې او په ګروپ کې تکړه لوبډلو پولینډ او کولمبیا ماتې خوړلې ده، لا تر اوسه د کومې لوبډلې د مخکې تګ خبر له وخته مخکې دی، خو سینیغال او جاپان زیات چانس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د