د سپیني ماڼۍ ویانده:  د ټرمپ اداره کې د کار کولو په جرم له هوټله وشړل شوم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ ۱۳۹۷ل):    د سپیني ماڼۍ ویانده سارا سندرز د ټرمپ په اداره کې د کار کولو له امله له یو ریستورانت څخه وشړل شوه.

نوموړي پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي :  تېر ماښام له خپلي کورنۍ سره یوځای په ویرجینیا ایالت کې یو هوټل ته چې له وړاندي یې د خپل خاوند په نوم بکینګ کړی و؛ ورغله.

ساره سندرز زیاتوي، کله چې یې پرڅوکیو خپل کورني ځای پرځای کړل او میز ته کښیناستل؛ د هوټل ښځینه مالکه ولکنسن راغله، او ورته ویي ویل: ته د ډونالډ ټرمپ لپاره کار کوي، سمدستي زما له هوټله ووزه.  دا وایی چې زه هم په پټه خوله له هوټله راووتم.

ساره سندرز پخپل ټویټ کې لیکلي: زه خو تل له خلکو سره ښه سلوک کوم که څه هم زما مخالف وي.

بلخوا د هوټل مالکي ولکنسن ویلي، سارا سندرز چې د ټرمپ غوندي ظالم شخص لپاره کار کوي؛  مطلب یې دا دی چې دا د انسانیت لپاره کار نه کوي.

باید وویل شي چې پر ټرمپ باندي په کور دننه او په نړیواله کچه کلکي نیوکي شته چې کړني یې ټولي بشر ضد او غیر انساني دي.

په دې وروستیو شپو ورځو کې چې تازه یې امریکا ته د ورتلونکو کډوالو په اړه امر صادر کړی؛ چې ماشومان به له میندو څخه بیلیږي او جلا به ساتل کیږي؛ د امریکا په ولس کې سخته غصه راپارولي وه. تر دې چې د ټرمپ خپلي میرمني ملانیا ټرمپ هم دا یو غیر بشري عمل ګڼلی و.

ویل کیږي چې د خلکو شدید مخالفت، ټرمپ یې له خپلي پریکړي پرشا کړی.

بلخوا په نړیواله کچه په منځني ختیځ، عربي خلیج او افغانستان کې د تپل شويو ظالمانه جنګونو د لا زیاتولو پالیسۍ هم ټرمپ یو بشر ضد انسان معرفي کړی. چې غواړي په ناقانونه ډول په نړۍ کې د زور کاروني کلچر ته وده ورکړي.

شنونکي یې همدا لامل ګڼي چې د بل هرچا په پرتله دا وخت له ټرمپ او د هغه له جنګي ټیم سره مخالفتونه په خپله امریکا کې او نړۍ کې مخ پر زیاتیدو دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د