د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندانو ارزونه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د احتمالي نوماندانو ابتدايي لیست به د روانې میاشتې په اوومه خپور کړي.

د دې کمیسیون په وینا دوی به د چنګاښ تر شپږمې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماند شویو کسانو اسناد و ارزوي.

د ټاکنو کمیسیون یو ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې تر اوسه پورې ۶۰۰۰ تنو د ولسوالیو شوراګانو او پارلمان لپاره ځانونه نوماند کړي دي.

د ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي و، چې د نوماندۍ لپاره يې ۱۰ زره فورمې وېشلې دي.

د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د نوماندانو د ابتدايي لیست د اعلانولو خبر ورکوي، چې په ځينو ولایتونو کې د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې خنډونه لا پر ځای پاتې دي.

غزني یو له هغو ولایتونو څخه دی چې ټاکنیز دفتر پکې تړل شوی او هیچا هم تر اوسه نوم لیکنه نه ده کړې او نه هم کوم نوماند خپل نوم ثبت کړی دی.

د نوماندۍ لپاره د زده کړو اسناد، ټاکلی عمر او د پارلمان لپاره د نوماندۍ په صورت کې د تضمین په ډول د ۳۰ زره او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره د ۱۰ زره افغانیو سپارل او همدارنګه د زرو تنو ملاتړ لرونکو تذکرې له ځان سره لرل شرایط یاد شوي دي.

دغه ټاکنې چې باید په ۱۳۹۴ لمریز کال ترسره شوې وای، د بېلابېلو ستونزو له امله وځنډول شوې او ټاکل شوې د روان کال په تله میاشت کې ترسره شي.

تېره ورځ ولسي جرګې دا اندېښنه هم رسنیزه کړه چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو د ځنډ هوډ لري، خو د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي دوی کوم داسې نیت نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د