د هلمند پرلټيانو د یوناما مخې ته خېمه وهلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د هلمند هغه پرلټيان، چې ګواکې د سولې غوښتنې نیت لري، کابل ته له رسېدو څو ورځې وروسته نن د یوناما دفتر مخې ته د تحصن خېمه ووهله.

دې کسانو چې دعوه کوي د روانې جګړې د پای غوښتونکي دي، درې ورځې وړاندې د څو مادو لرونکی لیک، چې پکې د سولې د خبرو اترو پیل، د اوربند اوږدېدل، د بهرنیانو وتل او د اسلامي قانون تطبیق یاد شوي و، د حکومت او طالبانو لپاره خپور کړ چې باید ځواب يې ووایي.

دوی له ټاکلې مودې وروسته په یوه خبرپاڼه کې دا هم وویل چې طالبانو يې دې لیک ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

هغوی نن د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته د تحصن خېمه ووهله او وايي د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي.

دوی وايي د امریکا، ایران او پاکستان سفارتونو مخې ته هم د دې خېمې د درولو هوډ لري.

د شنونکو په باور د جګړې د اصلي علت له ورکېدو پرته دا ډول نمایشي هڅې یوازې رسنیزه غوغا کېدلی شي، خو کارنده اغېز نشي لرلی.

دا کسان په هلمند کې د هغه پرلټ سرلاري دي، چې وروسته يې ګډونوالو په خواله رسنیو کې بې پرېتوب تر سوال لاندې راوست او دا کار يې نمایشي او د یو نارسمي ګوند له لوري د امتیاز لپاره یاد کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د