fbpx
تصویر؛ د طالبانو رسمي ویبپاڼې؛ قومندان کریم شش

بغلان: اربکی وسلوال د خپل قومندان له وژلو وروسته طالبانو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د بغلان په پلخمري کې یو اربکي خپل قومندان وژلی او د هغه وسله يې له ځان سره طالبانو ته وړې ده.

پېښه وړمه شپه د پلخمري بازار اړوند بند برق سیمه کې د قومندان کریم شش په پوسته کې رامنځته شوه.

طالبانو ویلي بریدګر د دوی ملګري قاري یونس و، چې بېرته دوی ته ورغلی او قومندان کریم شش يې وژلی دی.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «یاد مجاهد نوموړی قومندان ځای په ځای وواژه او له يو میل پیکا ماشیندار، يو میل کلاشینکوف او یو شمېر مهماتو سره تر مجاهدینو پورې راورسید.»

په نظامي برخه کې د طالبانو نفوذ څو ځلې د ولسي جرګې د بحث موضوع هم ګرځېدلې ده چې جدي اندېښنې يې راپارولي دي.

د پوځي شنونکو په باور دا ډول بریدونه په امنیتي لیکو کې بې باوري نوره هم غښتلې کوي او د امنیتي ځواکونه روحيه ځپي.

د بغلان ځايي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د