صالح: ارګ د مصالحې د سیاسي مدیریت وړتیا نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی ریس او د «روند سبز» په نوم د جریان مشر امرالله صالح وايي ارګ د مصالحې د مدیریت وړتیا نه لري.

هغه د حکومت له لوري د اوربند د پیل، د طالبانو له لوري د اوربند کول، ښارونو ته د طالبانو مسلح ننوتل او د افغانستان اسلامي امارت بیرغ رپېدل هغه موضوعات یاد کړي چې د ده په وینا «ابهامات يې را پیدا کړي.»

صالح چې له پیله د اوربند له مخالفینو څخه و، پخپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، سیاسي مصالحه یو لوی کار دی چې د ده په وینا ارګ يې یا وړتیا نه لري یا هم نه غواړي سیاسي ځواک پکې برخه واخلي.

هغه لیکلي: «د مصالحې سیاسي مدیریت یو لوی کار دی، چې ښکاري د ارګ ټيم يې یا وړتیا نه لري، یا هم د یو ګډوډ جوړجاړي له مخې نه غواړي سیاسي قوت په جریان کې کړي.»

هغه نه دي ویلي چې له سیاسي قوته يې موخه څوک دي، خو په دې تبصره کې يې د افغانستان اسلامي امارت د بیرغ اړوند هم یادونه کړې او د اندېښنې تمثیل يې کړی چې ګواکي ملي بیرغ یوازې یو دولتي بیرغ پاتې شو.

صالح چې د شمال ټلوالې ملګری هم دی، وړاندې تر دې د دې ټلوالې له لوري د افغانستان د نوم بدلونې، د ملي بیرغ پر ځای ګوندي بیرغ پورته کول او په غونډو کې د ملي سرود پر ځای د خپلې ګوندي ترانې د غږولو په تړاو څه نه دي ويلي.

طالبانو د اختر په دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، چې سرتېري يې له وسلو او سپینو بیرغونو سره ښارونو ته ننوتل چې د ولس له لوري يې بې درېغه هرکلی وشو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د