
فاریاب: د ۲۳۳کیلومتره سړک کار ۱۲ کاله کې هم نه دی پوره شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په فاریاب ولایت کې هغه سړک چې د دې ولایت قیصار ولسوالي د بادغیس له لامان سره نښلوي له دوولسو کلونو راهیسې تر کار لاندې دی.
سیګار، چې په افغانستان کې امریکايي لګښتونه څاري د تېرې اوونۍ په راپورې کې ویلي، چې دغه سړک ټول ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري چې تر له دوولسو کلونو راهیسې يې یوازې ۱۵ سلنه کار خلاص شوی دی.
د راپور له مخې په سیمه کې ځايي زورواکي د دې کار پر وړاندې لوی خنډ یاد شوی دی.
ګډ حکومت چې د واک له پیله يې د فساد پر وړاندې مبارزه خپل شعار ګرځولی لا هم د ورته ګڼو پروژو پر وړاندې بې ځوابه پاتې دی.
فاریاب او بادغیس ولایتونو یوازې له تېروو دریو کلونو راهیسې د توندې جګړې شاهدان دي، چې سیګار پخپل راپور کې نا امني هم د یو علت په توګه یاده کړې ده.
د فاریاب چارواکو نه دي ويلي چې په دوولس کاله کې يې ولې دا پروژه پوره نه کړای شوه.
فاریاب او بادغیس هغه ولایتونه دي چې پکې د مشهور جنګسالار جنرال دوستم ټوپکیان ځانګړی واک او په ورته پروژو کې خپله برخه لري.