
دهندوستان دګجرات ایالت خصوصی عدالت ۹ کاله وروسته دګودرا داورګاډی دپیښی په اړوند له ۹۴ شکمنو کسانو څخه ۶۳ خوشی اوپاتی ۳۱ کسان یی دپیښی اصلی مجرمین وبلل اودنوموړیو په اړوند یی تیره ورځ فیصله واو روله، دفیصلی د اورلو په وخت کی دګجرات ایالت په ټولو ښارونو کی پولیس ځای پرځای شوی وو
دګجرات دخصوصی عدالت فیصلی دهندوستان مسلمانان سخت په تشویش کی اچولی دی اوهغه ټول کسان یی بی ګناه ښودلی دی کوم چی دعدالت لخوا مجرمان اعلان شوی دی.
خبرزیاتوی چی دګجرات دخصوصی عدالت قاضی بی ارټیل تیره سه شنبه د۲۰۰۲ کال دفروری په میاشت کی دسابرمتی ایکسپریس اورګاډی د ډبو دسوځولو په تورله ۹۴ شکمنو مسلمانانو څخه ۳۱ دپیښی مجرمان وګڼل پاتی ۶۳ کسان یی بی ګناه اعلان کړل.
دپیښی دمرکزی مجرمانو په اړوند به سزاوی دروانی میاشتی پر۲۵تاریخ واورول شی.
د۲۰۰۲کال دفروری دمیاشتی داورګاډی دسوځولو په پیښه کی اکثره وژل شوی کسان هندوان وو او پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی دوی په ایودیا کی درام مندر له جوړلو څخه وروسته دکورونو په لور راستنیدل.
بخت الرحمن بخت