fbpx

اردوغان د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان د ننیو ټاکنو په پایله کې یو ځل بیا ګټونکی بلل شوی دی او نوموړي هم خپله بریا اعلان کړه.

نوموړی په دې اړه وینا وکړه او وې ویل چې یو ځل بیا ولس زه د رئیس جمهور په حیث وټاکلم.

نوموړي د استانبول په ښار کې خپلو مینه والو ته وویل چې په نوي ترکیه کې به د دین او ژبې پر اساس ولس نه ویشل کیږي او مونږ به په راتلونکي کې هیواد نور هم شتمن او پیاوړی کړو.

که څه هم تر اوسه د ترکیې د ټاکنو وروستۍ پایلې رسما نه دي اعلان شوي خو د ۹۴ سلنې شمیرنې وروسته د اردوغان په حق کې ۵۲ سلنه رایې کارول شوي وې او نوموړي ته تر ټولو نیژدې مخالف «محرم انجه» وو، چې ۳۰ سلنه رايي يې اخیستي دي.

د ترکیې نوي ټاکنې وروسته تر هغه تر سره کیږي چې خپله ولسمشر اردوغان او پلویانو یې د نويو ټاکنو تر سره کولو غوښتنه وکړه، تر څو د ترکیې حکومتي نظام د پارلماني څخه رئاسي ته واوړي او د ولسمشر واکونه زیات شي.

اردوغان ویلي چې په نوي حکومت او نظام کې به قضا ته اضافي واکونه او اختیارات ورکوي او د ولس ټولو وګړو ته به په یوه نظر کتل کیږي.

د اردوغان د بریا وروسته نوموړي ته مبارکۍ پيغامونه لیږل کیږي چې په دغه لړ کې د قطر هیواد امیر شیخ تمیم، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د البانیا، هنګري، اذربایجان، یونان، او بوسنیا لومړي وزیرانو، رئیسانو او بهرنیو چارو وزارتونو په کچه مبارکۍ استولي دي.

سرچینه: الجزیره او اناطولیه خبري اژانس

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مسلم
میلمه
مسلم

د افغانستان دځوریدلی او کړیدلی ولس لخوا دی هم ورته مبارک وی، له خوشحالی په جامو کی نه ځایږم.