له پلار سره مینه؛ د عبرت کیسه!

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

کيسه کا: یوه پاچا امر وکړ، چې سپین ږيري بوډاګان باید ټول ووژل شي، هغلته یو زلمی و، له خپل پلار سره یې بې سارې مینه وه. زلمی چې له یاد حالت نه خبر شو، پلار یې د کور په یوه پټه کوټه کې خوندي کړ، د یاد پاچا فوځ چې کله راغلل، پلټنه یې پیل کړه؛ خو په موندلو یې بریالي نشوو، بیرته خالي لاس ستانه شوو.

د وخت په تېرېدلو پاچا د جاسوسانو پر مټ ومونده، چې هغه خپل پلار پټ کړی دی. پاچا و انګېرله، وړاندې له دې، چې پلار یې ووژل شي او زوی یې بندي کړای شي، پرې ازموینه وکړه..
یو فوځي یې ور واستاوه، ورته یې کړه: پاچا در نه غواړي، چې صبا وختي د هغه په وړاندې پلی سوور حاضر شې. زلمی حیران شو، پلار ته د مشورې له پاره ورغی، یاده پېښه یې ورته بیان کړه. پلار یې موسکی شو ویې خندل! ورته یې کړه: په یوه ستر لرګي پښې واړوه، د پاچا د ناستې ځای ته مخامخ پلی سوور ورشه. همداسې یې وکړل. پاچا د یاد ځوان له زيرکۍ او پوهي نه حیران شو!

پاچا ورته وویل: ځه لاړ شه، صبا لوڅې پښې په ګوټو کې راشه! هغه بیا د پلار په لور و خوځېد، د پاچا په غوښتنه یې خبر کړ. پلار ورته ویل: ستا موزې را و باسه، هغه همداسې وکړل. پلار یې له موزو نه لاندینۍ برخه (تلی) وویسته، ول اوس یې په پښو کېباسه، پاچا ته ورشه. هغه همداسې وکړل. پاچا یې بیا له زیرکۍ او هوښیارۍ نه اغېزمن شو.

درېیم ځل پاچا ورته کړه: ځه لاړ شه، صبا په داسې حال کې راشه، چې دوست او دوښمن در سره وي. ځوان ولاړی، یاده کیسه یې پلار ته بیان کړه. د پلار یې په شونډو موسکا خوره شوه، ورته یې کړه: له ځان سره خپله ښځه او خپل کورنی سپی مله کړه، هر یو د پاچا په وړاندې ووهه. ځوان ور غبرګه کړه: څنګه؟ پلار ورته کړه: بس همداسې وکړه، و به ګورې، چې څه کېږي!

زوی د خپل پلار د مشورې سره سم د پاچا په وړاندې، ښځه ووهله! هغه په سوو کړیکو سر شوه، خپل مېړه ته یه کړه: ژر ده، چې په کړې کړنه به (پښېماني) شې. سم د لاسه یې پاچا خبر کړ، چې مېړه یې پلار په ځمکنۍ سمڅه کې پټ ساتلی دی. مېړه یې همدلته پرېښود، هغې د کور پر لور موخه کړه. له مشورې سره سم یې سپی هم وواهه، هغه هم په غپا ترې وتښتېد. پاچا ورته کړه: په همدې کړنلاره کې د وفا او جفا څرک څه ده؟ ځوان سپی را وباله په بيړه د څښتن خوا ته راغی په داسې حال کې چې د مینې اظهار یې کاوه، اما ښځه په خپله موخه لاړه، رښتیا تر بده ښځه، سپی هم زیاته وفا لري؟

پاچا ورته کړه: سبا پلار هم در سره راوله. په سبا د پلار په ملتیا د پاچا و محکمې ته وړاندي شو. پاچا یې و پلار ته کړه: له دې امله چې یو پوه او او زېرک وګړی یې؛ ته به زما مشاور او مرستیال یې! زوی یې د پلار د حکمت له امله د مرګ له لومې خلاص شو.

ــــــــــــــــــــــــ

په رښتیا پلار یوه غټه سرمایه ده! په ژوند ترې ډېر څه موندلای شې، جنت ترې موندلای شې، دنیا ترې موندلای شې. د ژوند په واړه چارو کې ور سره مشوره کوه، خبر یې منه، زړه یې مه ازاروه؛ په ټوله مینه، ورینه څېره، عاجزه ژبه ور سره خبرې اترې کوه. که هر څومره ستر یې او د ګڼو کمالاتو ویاړ لرې، بیا هم پلار ته یو وړوکی ماشوم یې. تل له “رب الارباب” ربه ورته د رحم او بښنې لاس لپه کوه. پلار یوه داسې نایابه خزانه ده، چې کله یې سایه ستا له سره لري شوه، بیا پته درته لګېږي .

ګرانه لوستونکې! لاندې مبارکه دعا را سره په ویلو / لیکلو بدرګه کړئ.

{رب اغفر و ارحمهما کما ربیاني صغیرا}

ژباړه: اې زما ربه! زما مور او پلار ته بښنه وکړه او په هغوی رحم وکړه، لکه یې چې زما ښه پالنه او روزنه د وړکتوب پر مهال تر سره کړې!

تبصرې (4)

  • دا چی سوچه پښتو ته وژباړل سی نو ښه به وی ځکه ځنی اصطلاحات دی چی په یو منطقی په لهجی پوره اړه لری هر څوک نه باندی پوهیژي

    • عزت الله صاحب،کوم اصلاحات پکی د پښتو نه دی؟چینایی خو هم نه دی؟د دانشمند صاحب لیکنی ټولی صفا.او په راوانه پښتو دی،د دانشمند هر لیکنه زه په شوق لولم ،دانشمند صاحب بهترینی لیکنی کوی،الله ج د اجرونه درکړی،کامیابی درته غواړم،والسلام

  • ځدراڼه سمه یې ولونه او جمله بندي ته یې وګوره ، عزت لله په حق دی ! خو بیا هم دمترجم کور ودان دابه یې له لاسه کیدل !!

  • د پورته لیکنی دوهم پراګراف ښکلې محتوا لری خو لومړنی پراګراف ئې یوه بې مزې او لږ غوندی د عقله لیری افسانه ده.