د سولې هڅې که د نيکولسن مذهبي او ټولنيز فشارونه؟

ابوالیاس جهادوال

که څه هم په امريکا که د سياسي واک په بدلون او سپينې مانۍ ته د ډونالد ټرمپ په راتګ سره په پيل کې ډېری تمرکز پر دې وو چې په افغانستان کې وسلوال مقاومت يا د اسلامي امارت مجاهدينو ته د جګړې له لارې ماتې ورکړې او د افغانستان او سويلې آسيا له‌پاره د ټرمپ ستراتيژۍ هم تر ډېره پر پوځي تګلارې متمرکزه وه، چې له امله يې د يادې ستراتيژۍ له اعلان څخه تر دې مهاله پر مجاهدينو د امريکا او د هغوی د متحدينو هوايي او تهاجمي بريدونو کې د پام وړ زياتوالی راغلی چې ښه بېلګه يې د روان کال د لومړنيو درېيو مياشتو بمبارۍ دي چې د افغانستان له‌پاره د امريکا د سرمفتش يا سيګار ادارې د معلوماتو له مخې په دغه موده کې پر طالبانو ۱‍۲۰۰ بمبونه غورځول شوي چې د تېرو لسو کلونو په پرتله بې مخينې ښودل شوي دي.

دغو بمباريو او د ټرمپ مغرورانه ټيوټونو د کابل ادارې چارواکيو بې روحه وجود ته هم د بيا ژوندانه ساه ورکوله او په هر ټويټ سره يې من من غوښې اخيستې. د هوايي بمباريو فشار په ټول افغانستان په تېره بيا د کندز او هلمند ولايتونو کې ډېر محسوس وو حتی دا چې لوي لوي کلي، جوماتونه او ديني مدارس هدف وګرځيدل او په ټوليز ډول له خاورو سره خاورې شول چې له امله يې په سل‌هاوو بې‌ګناه ملکي افغانان په شهادت ورسيدل.

خو دا چې مجاهدينو د اشغالګرو پر وړاندې په تېره اوولس کلنه جګړه او مقاومت کې داسې تجربې ترلاسه کړې چې پر مټ يې کولی شي په ښه توګه له دغه ډول د ځور او چل‌ول سياست سره مقابله وکړي، نو نه يوازې دا چې په دې وتوانيدل چې خپلې تر واک لاندې سيمې وساتي، بلکې د ژمي په دې سړو شپو کې يې د هېواد په ځينو ولايتونو کې ښې برياوې ترلاسه کړې.

که څه هم ټرمپ خپل د وروستۍ کچې نظامي زور وازمايه خو د امارت د نه ماتيدونکي واحد صف پر وړاندې يې خپله بې وسي درک کړه او په دې پوه شو چې نظامي او د زور په ژبه ولاړه ستراتيژۍ يې ناکامه ده نو بالاخره يې يوځل بيا د چل ول او د سولې په نوم ډنډورې پيل کړې. چې په دې لړ کې د افغانستان له‌پاره د امريکايي قواوو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن په‌خپل يو بيان کې وويل چې طالبانو باندې به د نظامي او سياسي فشارونو تر څنګ ټولنيز او مذهبي فشارونه هم زيات کړي څو سولې ته غاړه کېږي.

همدا وو چې د کابل ادارې ۵۰٪ مشر اشرف غني چې پخوا به يې د ټرمپ په هر ټيوټ سره چيغو ځور اخېست او مجاهدينو ته به يې په خطاب کې ويل: « می‌کشيم تان!» ورور وروو په حال راغی او چيغې يې په زاريو بدلې شوې. د دې تر څنګ د علماوو په نوم ناستې، مدني حرکتونه او پرلتونو په څېر خوځښتونه هم پيل شول. چې ښې بېلګې يې په اندونیزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزيا هېوادونو د ځينو درباري ملايانو درې اړخيزه ناسته، د کابل د علمانو په نوم ناسته، له قيد او شرط سولې خبرو اترو ته د اشرف غني چمتووالی، د روژې او اختر ورځو اوربند، د هلمنديانو د سولې په نوم حرکت او داسې نور يادولی شو.

که څه هم د اسلامي امارت د مجاهدينو به‌شمول ټول افغانان کابو څلويښت کلونو جګړو کړولي، نو د سولې له هر اقدام څخه هرکلی کوي، خو اوسنۍ کومې هڅې چې روانې دي، همغه د جان نيکوسن مذهبي او ټولنيز فشارونه دي چې د کابل لاسپوڅې ادارې، يو شمېر درباري ملايانو او د هلمندي سنګوريانو له‌خوا په بېلابېلو نومونو سره پيل شوي او موخه يې د امارت د يو موټي ځواک له منځه وړل، داعش پروژې ته د فعاليت زمينې برابرول، له افغانستان څخه د نورو هېوادونو ګواښل او بالاخره په هېواد کې د اشغال دوام دی، ځکه که چېرې د دغو حرکتونو موخه په هېواد کې د اساسي او تلپاتې سولې ټينګښت وای، نو دوی به د امارت پر ځای چې د امريکا په مشرۍ د کابو ۴۳ هېوادونو د اشغال له امله وسلوالې مبارزې ته اړ شوی، د جګړې له اصلي اړخ څخه چې همغه امريکايي اشغالګر دي، د سولې او د اشغال د پايته رسولو غوښتنه کړی وای.

د اسلامي امارت مدبرانه زعامت چې د امريکا په مشرۍ د کابو نيمې نړۍ يرغلګرو پر وړاندې يې په تېره اتلس کلنه معرکه کې د وسلوال جهاد تر څنګ په سياسي ډګر کې هم له خورا تعقل او عقلانيت څخه کار اخيستی او په دې توانيدلی چې د اربکیزم، ملي پاڅون، داعش او افراطي او ميانه‌رو طالب په نوم د ډېرو پروژو او دسيسو مخه ونيسي نو تر دې مه يې د دغې دسيسې پر وړاندې هم معقول دريځ غوره کړی دی.

اسلامي امارت مشرتابه د اختر په درې ورځني اوربند کې دا وښوده چې واحد او يو موټی صف لري او ټولو هغو هلو ځلو ته لبيک وايي چې په افغانستان کې د اشغال د پايته رسیدو او په هېواد کې د دايمي سولې او اسلامي نظام د حاکميت لامل شي، خو هغه دسيسې او حرکتونه چې د اشغالګرو له‌خوا پيل شوي او موخې يې د هغوی ناروا کړنو ته د مشروعيت وربښل وي، په ښه توګه درک او شنډولی شي.

په دې هيله چې اسلامي امارت مشرتابه د شهيدانو، افغانانو او ټولې اسلامي نړۍ د مظلوم مسلمان ولس د آرمانونو د تحقق له‌پاره خپل دغه مدابرانه سياست ته دوام ورکړي څو په هېواد کې د يرغلګرو اشغال ته د پای ټکی کېښودل شي او د افغانانو له هيلو سره سم په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د