fbpx

مونږ د سولې چیغې وهو، خو غواړو یې نه !!

صلاح الدین ایوبي

که قسم په الله وکړم په حنس به نشم چې په ګران افغانستان کې مې سوله، ثبات او خپلواکي د ژوند ترټولو لوړ ارمان دی هیڅ مې زړه نه غواړي چې یوه افغانه مور دې بوره او خور دې کونډه شي، رښتیا هم له جګړې نه نور زموږ ملت ستړی شوی دی او دا جګړه راڅخه هره ورځ ځوانان وړي او هره ګړۍ څو کورنۍ د غم په ټغر کېښنوي.

خو که د سولې پرلتیان او افغان دولت تل پاتې سوله غواړي او له دې مرګوني جګړې ستړي وي دوی ولې هغه څه ته ګوته نه نیسي چې د جګړې لوی لامل او دسولې لاره کې خنډ ګرځیدلی دی؟

افسوس راته په دې راځي ولې په هغه څه وخت ضایعه کوو چې هیڅ نتیجه نه ورکوي؟

زمونږ زړونه ځکه درد کوي طالبانو چې ۱۸ کاله یې د هیواد ازادۍ او اسلامي نظام لپاره په زرګونو ځوانان لولپه، تنکي ماشومان یې یتیمان او جوړ کورنه یې لوټې لوټې شول د هغوی قربانیو ته هیڅ درناوئ نه کیږي بلکې لا د جګړې پړه هم یوازې پر دوی اچول کیږي.

افغان حکومت طالب ته د جګړې ودرولو خطاب کوي خو دا نه وايي چې مونږ د چا ملاتړ کوو، د چا ګټو لپاره جګړه کوو او دا هره ورځ مو هیواد کې بې ګناه هیوادوال د چا بمبار او چاپو د لاسه وژل کیږي؟

دوی طالب ته وایي سوله وکړه خو امریکا ته دا نه وایي چې تاسو نور زمونږ هیواد څخه ووځئ.

دوی طالب ته وایي اوربند اعلان کړه خو اشغالګرو ته دا نه وایي چې دا بې رحمه چاپې او بمبارونه بند کړئ او د خپلو ځواکونو لپاره مهال ویش وټاکئ تر څو دسولې باور فضا رامنځته شي.

سره ددې چې طالبانو په وار وار د سولې په وړاندې خپله پریکړه او شرایط اعلان کړي دي:

د قطر د فتر په رسیمت پيژندل، له بهرنیانو سره نیغ په نیغ کتل، د تورلیست پاکول، د بندیانو تبادله، د بهرنیانو د مهالویش ټاکل له دې اسانتیاوو وروسته به طالبان له افغان لوري سره د نوي نظام په جوړیدو، اساسي قانون، ولسي غوښتنو او سیاسي راتلونکي خبرې کوي.

موږ چې له نژدې د سولې هڅې څارو، د طالبانو د پورته غوښتنو په وړاندې د حکومت په تگلارو، خبرو او ژمنو کې هیڅ نه گورو، ولسمشر غني وایي چې له طالبانو سره هر ځای کینم، خو د قطر خبره نه کوي، اوربند اعلانوي خو د بهرنیو پوځیانو د سرنوشت خبره نه کوي، بندیان پریږدم، خو د تبادلې، د گوانتانامو د بندیانو د سرنوشت، د باگرام د بندیخانې په وضعیت بحث نه کوي، خبرې کوم، خو د بهرنیانو په نیت او خبرو ته په تیاري سر نه خلاصوي.

مونږ همدا چيغې وهو چې سوله بايد پروژه نه وي، بلکې يوه ملي پروسه وي چې ريښتينولي او ژمتيا پکښې د لمړي شرط په توګه مطرح وي.

خو دوی تل سولې ته د یوې پروژې په سترګه کتلي دي، دوی په حقیقت کې سوله نه غواړي بلکې د سولې په نوم د اشغالګرو اهدف پلي کوي او د ولس سترګو ته خاورې ورشیندي، په ارمانونو او هیلو لوبې کوي.

نو له ټولو هیوادوالو او قلموالو څخه احتراماً هیله کوم چې نور د اشغال په خلاف غږ پورته کړئ او ولسمشر غني دیته مجبور کړئ چې د امریکایانو سره امنیتي تړون لغوه کړي او په نړیوالو فشار راوړئ چې امریکایان دې نور زمونږ هیواد نه د ځواکونو ایستلو لپاره مهال ویش وټاکي او افغانان دې پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي.

تر څو سولې ته لاره هواره شي او جنګ ته بس ووایو.

نو هم به د تاریخ په پاڼو کې سر لوړي وو او هم به افغان ولس ته تل پاتې خپلواک او سوله ایز افغانستان په میراث پریږدو.

کنه په سترګو مو ولیدل چې دې جګړې زاړه له لاسه ورکړل او واړه پکې زاړه شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د