ولی خلګ دجګړی پړه پراشغالګرو نه اچوی‎

سید افغان

ځئ طالبان یې د پاکستان او روس غلامان، جهاد یې افغان وژنه، تګ لاره یې خرابه او لنډه دا چې هر څه یې باطل.

خو !!!

ایا کفري امریکا په ګران هیواد ظالمانه یرغل نه دی کړی ؟!

ایا دا وحشيان ظالمان او ترهګر نه دي ؟!

ایا له مونږ څخه يې د خپل کور ازادي په زور نه ده اخیستې ؟!

ایا دلته يې زمونږ وژولو او ربړولو ته مټې نه دي رابډوهلې ؟!

ایا دلته يې پر مونږ د خپلې خوښې یو بې کیفایته او منفور نظام نه دی واکمن کړی ؟!

ایا دلته په اسلامي او افغاني کلتور ملنډې نه وهل کیږي ؟

ایا دلته اسلامي او ملي مقدسات او ارځښتونه نه دي مسخره شوي؟

ایا دلته یې د سپین شرعي نظام پر ځای دیمکراسي نه کړه حاکمه؟

که همداسې وي، نو ولې پر چوپ یاست ؟

د څه په انتظار یاست ؟

او کله به اقدام کوئ ؟

او نن ولې دومره پوچ مغزه یوو چې نه بل ازادي ته پریږدو او نه خپله استقلال ترلاسه کولئ شو ؟

نن ولې دومره بې احساسه شوو چې هر افغان د منظور پښتون سره خپله خواخوږي څرګنده وو او د پنجاب څخه ورته ازادي غواړو، مګر دخپل اشغال شوي هيواد په ازادي مو سترګې پټې دي او د صلیبیانو او د هغوی د ملاتړو په هر وحشت پرده اچوو ؟

ایا دا ډیره د افسوس خبره نه ده (!) هره هغه څوک چې زمونږ د اسلام، عقیدې او هیواد سخت دښمانان دي، هغوی په اړه هیڅ نه ویل کیږي، مګر هغه څوک چې زما او ستا افغان ورور دی او د همدې اشغالګرو کفارو په خلاف جهاد کوي او مونږ ته یو ازدا او خپلواک افغانستان په میراث پریږدي، مونږ يې په سلو بدو نومونو یاده وو، قربانۍ یې پردیو غلامانو ته منصوبه وو او شپه ورځ او مو ددوی په غندولو پسې راخیستې

اخر ترکومه به مونږ په حق سترګې پټوو او ترکومه به د ولس سترګو ته خاورې ورشیندو ؟!!

اخر ترکومه به مونږ به غلامان یوو او ترکومه به وژل کیږو ؟!!!

#جواب_يې_له_تاسو_غواړم .

په درنښت

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پښتو ن
میلمه
پښتو ن

که طالب په ریښتیا سره مينه لري نو بايد چې د وطن پر مختګ د مالم، عالم، مامور، د کلي مشر، ملا، مکتب،سړک،پول،جومات، ځانمرګي، کاريګر او نور او نور په دې ختم کړي؟؟؟.بنلادن د افغانانو څه وو؟، ولې له جهانې قوانينو سرغړونه کوي، ناست د پاکستان په مدرسو کې دی او جومات او خلک د افغانستان ورانه وي؟؟…