کرېکټ: انګلستان استرالیا ته سیریز کې په پنځه صفر شرموونکې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د انګلستان او استرالیا تر منځ په یو ورځنیو سیالیو کې انګلستان لوبډلې استرالیا لوبډلې ته په سیریز کې په پنځه صفر شرموونکې ماتې ورکړه.

وړمه ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ په پنځمه او وروستۍ سیالۍ کې د جویس بټلر په مسوولانه توپوهنې انګلستان لوبډلې استرالیا لوبډلې ته د سختې او په زړه پورې لوبې وروسته د یوې ویکټې په توپير ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

په دې لوبه کې استرالیا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، چې په زړه پورې پېل یې وکړ، او په لومړي ۶ اورونو کې یې ۶۰ منډې جوړې کړې، خو وروسته له ستونزو سره مخ شوه او ټوله لوبډله یې د ۲۰۵ منډو په جوړولو وسوځېده.

په ځواب کې انګلستان لوبډله په پېل کې له ستونزو سره مخ وه، او ډېر امکان و استرالیا سیالۍ وګټي خو جویس بټلر مسوولانه لوبه ترسره کړه او په زړه پورې سلیزه یې ووهله، چې په وروستي وخت کې یې بریا خپله کړه.

یو مهال د انګلستان لوبډلې د ۱۱۳ منډو په جوړولو ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو عادل رشید د بټلر ملګرتیا وکړه، چې په پای کې ۹ توپونه وړاندې ټاکلی هدف پوره کړی شو.

جویس بټلر د لوبې او د ۵ یو ورځنیو لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

څو ورځې وړاندې انګلستان لوبډلې د استرالیا پر وړاندې په یو ورځنۍ سیالیو کې د زیاتو منډو جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ، چې په ۵۰ اورونو کې يې ۴۸۱ زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان او استرالیا ترمنځ په یو ورځنیو سیالیو کې دا لومړی ځل دی چې انګلستان لوبډله استرالیا ته په ۵-۰ ماتې ورکوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د