لیونل میسي: غواړم له استعفا وړاندې هېواد ته نړیوال جام وګټم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نړۍ نامتو او مشهور فوټبال ستوری لیونل میسي غواړي چې له استعفا وړاندې خپل هېواد د فوټبال په نړیوال جام ونازوي.

میسي په روسیه کې یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې نړیوال جام ګټل زما د ژوند هیله ده، زه غواړم خپل هېواد په نړیوال جام ونازم، زما او زما هېواد ارجنټاین لپاره به نړیوال جام ګټل ځانګړی مقام ولري.

د بارسلونا کلب تکړه ستوری په نړیوال جام کې له سخت حالته تیریږي، چې اوسمهال یې لوبډله دویم پړاو ته د وتلو لپاره له ستونزو سره مخ ده، خو ددې پریکړه به څو ورځې وروسته کیږي، کله چې ارجنټاین له نایجیریا څخه او کروشیا له آیسلنډ څخه خپلې سیالۍ وګټي.

میسي پخپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ما تل دغه خوب  لیدلی چې ما د فوټبال نړیوال جام په لاسو کې پورته نیولی وي، زه هغه خوښي احساسوم او دا کار به سرته رسوم، زمونږ لپاره ماتې منل نه دي پکار».

لیونل میسي چې د ارجنټاین په تاریخ کې د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی وایي چې «زه له نړیوال جام پرته په هر جام ګټلو بریالی شوی یم، اوس زه نه غواړم چې له نړیوال جام پرته له خپلې لوبډلې استعفا ورکړم».

۳۱ کلن لیونل میسي په غواروي سیاليو کې د افریقایي لوبډلې اکواډر پر وړاندې په داسې وخت کې درې ګوله «هیټریک» ووهل چې لوبډله یې له سیالیو څخه د بهر کېدو په حالت کې وه، او په دې سره یې نړیوال جام ته لار وموندله، نوموړي په غوراوي سیالیو کې ټول ۲۱ ګولونه ووهل چې د هر لوبغاړي څخه ډیر دي..

له هغه وروسته میسي د نړیوال جام سیالیو څخه وړاندې په تمریناتي سیاليو کې هم د هیتي لوبډلې پر وړاندې هیټریک وواهه خو په حیرانونکي ډول یې د نړیوال جام په دوه مهمو سیالیو کې ګول ونه واهه او سربېره پر دې یې د پینالتي شاټ مخه هم ونېول شوه.

له دې وروسته میسي له سخت حالته تیریږي، د فوټبال شنونکي وایي چې میسي پخپل ځان کې اوس هم غوره لوبغاړی دی، خو د لوبډلې مشر روزونکي او د غوراوي کمیټۍ د لوبډلې په کمزوري انتخاب لوبغاړي نشي کولای له میسي سره په لوبه کې مرسته وکړي او یا هغه ته سمه توګه توپ ورسوي.

د یادونې وړ ده چې ارجنټیان لوبډلې په نړیوال جام کې دوه سیالۍ ترسره کړي، چې په حیرانونکي ډول یې لومړۍ سیالۍ یو-یو مساوي او په دویمه کې په ۳-۰ ماتې وخوړه، خو که نایجیریا لوبډلې ته سه شنبې په ورځ ماتې ورکړي او ایسلنډ له کروشیا څخه ماتې وخوري کولای شي دویم پړاو ته لار ومومي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د