د لوګر قومي مخور: محمد اغه کې مېشت ځواکونه خلک ځوروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د ده نو کلي اوسېدونکي وايي چې په دې کلي کې ‏مېشت ځواکونه په بېلابېلو پلمو خلکو ځوروي‎. ‎

د دې کلي قومي مخور محمد مصطفی ازادي راډيو ته وايي ده نو کلي کې زرګونه کورنۍ د ملي اردو او اربکیانو له پوستو ‏ځورېږي‎.‎

د هغه په وینا د ملي اردو او اربکیانو په لیکو کې ګڼ چرسي او نشه يي ځوانان دي چې په خبره يې ان د خلکو ناموس په ‏خطر کې دي، هغه ازادي راډيو ته وویل: «داسې خو نه ده، هر څوک ناموس لري، دولت باید فکر وکړي.»‎

د محمد مصطفی په وينا وړاندې تر دې يې هم د لوګر ځايي ادارې، کابل کې لوړپوړو مسؤلینو او د سنا غړو ته شکایتونه ‏رسولي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی‎. ‎

د هغه په خبره ملي اردو او اربکیانو د خلکو په کورونو کې پوستې جوړې کړې همدارنګه کلي ته په غځېدلې لاره چې څوک ‏خولۍ پر سر وویني یا هم د چا ږېره وويني ځوروي يې‎. ‎

هغه وايي: «که د چا خولۍ پر سر وي، که د چا ږېره وي، موټروان کلیوال هر څوک را کوزوي، وهي يې ځوروي يې، که موږ ‏ټول طالبان یو نو بیا خو حکومت باید پوی شي چې دا خلک يې نه غواړي.»‎

محمد مصطفی دا هم وویل چې په ګڼو پېښو کې د کلي ماشومان او مېرمنې ټپيان شوي او ان کلیوال يې د دولتي ځواکونو له ‏لوري وژل شوي دي‎. ‎

دې قومي مخور پر دولت غږ وکړ، چې که دعوه کوي د خلکو ساتنه کوي، نو له کلي د باندې دې امنیتي پوستې جوړې ‏کړي‎. ‎

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش هم په دې کلي کې د پوستو پخلی کړی او دعوه کوي دغه پوستې خلکو ته ‏‏«خدمات» وړاندې کوي‎.‎

هغه وايي د دوی ځواکونو داسې کوم کار نه دی کړی او نه هم چا ورته شکایت کړی دی‎. ‎

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د هېواد له ګوټ ګوټ نه د دولتي ځواکونو اړوند شکایتونه رسنیز شوي دي‎. ‎

په امنیتي لیکو کې د نشې پراخ موجودیت یو هغه علت دی چې خلک يې پر امنیتي ځواکونو خورا ډېر بې باوره کړي دي.‏

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د