fbpx

ولسي جرګه: هيڅوک دا هېواد نشي تجزیه کولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د نن ورځې امتیازي ساعت د ځينو هغو اوازو اړوند و، چې ګواکې طالبانو ته د «امن سیمې» په نوم ځينې ځایونه ورکول کېږي.

که څه هم طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د پکتیا چارواکو دعوه وکړه چې دوی د دې ولایت اړوند بحثونه کوي چې د امن سیمه يې ونوموي.

د ولسي جرګې ځينو غړو دا د هېواد د تجزیې مقدمه وبلله او توند غبرګون يې وښود.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وویل دا بې مانا خبرې دي، هیڅوک هم دا هېواد نشي تجزیه کولی.

د ابراهیمي په وینا نه کومه ډله او نه هم کوم قوم د افغانستان د تجزيې ځواک لري، په وینا يې دا څرګندونې یوازې د خلکو د تشویش سبب کېږي.

تېر کال د حزب اسلامي یو امیر انجینر ګلبدین حکمتیار هم ورته وړاندیز کړی و، چې ګواکې طالبانو ته دې ځينې سیمې د امن په نوم ورکړل شي چې توند مخالفت يې وشو.

ياده دې وي د طالبانو د تحریک پر ګڼو نورو ښېګړو یوه دا هم حسابېږي چې د خپلمنځي جګړو پر وخت يې هېواد له تجزيې وژغوره.

طالبانو پرلپسې ویلي چې د قضيې مقابل اړخ يې بهرنیان دي او له هغوی سره له مخامخ خبرو پرته د جګړې سیاسي حل ناممکن دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د