fbpx

راشد خان: د خپلې توپ اچونې هنر او تخنیک روزونکی پخپله یم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان وایي چې دی د خپلې توپ اچونې هنر او تخنیک روزونکی پخپله دی.

د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لومړی مقام لرونکی توپ اچونکي راشد خان د یوې هندي رسنۍ سره د خبرو په ترڅ کې ویلي چې د سوکه توپ اچونې هنر روزونکی یې پخپله دا دی او له هیڅ روزونکي څخه یې دغه هنر نه ده زده کړی.

د پژواک ورځپاڼې د خبر سره سم راشد خان وایي چې له ماشومتوبه یې له کرېکټ سره شوق و، او هاغه وخت پاکستان هېواد کې د کډوال په توګه اوسېده، خو پلار او مشرانو ورونو یې کرېکټ ته نه پریښود او ټینګار یې کاوه چې باید زده کړو ته پاملرنه وکړي.

۱۹ کلن راشد خان وایي چې د وخت په تیرېدو سره او د زده کړې پر وخت یې د کرېکټ سره شوق اوج ته ورسېد او بیا یې پلار او ورونو هم څه نه ورته ویل، آن چې کله افغانستان د ۲۰۱۰م شل اوریزو نړیوال جام ته لار وموندله، له کډوالۍ څخه افغانستان ته ستون شو او د ۱۹ کلنو لوبډلې لپاره یې ازموینه ورکړه چې په لومړي ځل بریالی شو.

د نوموړي په وینا چې په پېل کې به يې مشرانو ورونو او خپلوانو کرېکټ کاوه، دی به یې لرې درولی و او یوازې به یې توپونه پرې راوړل، خو په دې سره یې شوق زیات شو او خپله یې هم توپوهنه پېل کړه (دده په وینا چې په لومړي وخت کې یې غوښتل توپوهونکی جوړ شي).

د روزنې په اړه راشد خان وویل چې دده د توپ اچونې هنر او تخنیک ده ته کوم نړیوال روزونکي یا کرېکټر نه دی ښودلی، بلکې نړیوالو او ملي روزونکو له ده سره د تمرین پر مهال یوازې د جسماني ورزش په برخو کې کار کړی دی.

نوموړي زیاته کړه: «د آی پي ایل سیالیو په دوران کې د سوکه توپ اچونکو باچا مورلي دهرن څخه مې وغوښتل چې د سوکه توپ اچونې هنر راته وښيي خو هغه په ځواب کې وویل چې ته پخپله خدایي استعداد لرې او روزنې ته هیڅ اړتیا نه لرې».

ګوګلي ماسټر موده وړاندې یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې نوموړی په سوکه توپ اچونه کې له هندي انیل کمبلی او پاکستاني شاهد افریدي څخه زیات متاثره و او هر وخت به یې ددوی ویډیوګانې کتلې.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په تېرو څو کلونو د لسګونو کلونو جوړ شوي ریکارډونه مات کړل، چې د خپلې ملي لوبډلې سربېره یې په نورو لیګونو کې هم نړۍ حیران کړه او یو شمېر بریاوې یې خپلې کړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د