fbpx
تصویر؛ له ارشیفه، طالبان له قومي مخورو سره

د غزني والي طالبانو ته زکات ورکوونکي پر مرګ ګواښلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د غزني نوي والي وحيدالله کلیمزي هغه خلک چې طالبانو ته زکات او عشر ورکوي په مرګ ګواښلي.

د غزني اوسېدونکي وايي دوی د زورورو تر منځ ښکېل دي، نه پوهېږي څه وکړي.

د غزني ښار یو تن دوکاندار سمیع الله رسنیو ته ويلي، طالبان یوازې د مکتوب په رالېږلو له موږ نه ټاکلې مالیه ټولوي، اوس چې حکومت بېرته موږ د دې مالیې له امله ګواښي نه پوهېږي د چا ومني.

د غزني والي وايي امنیه قومندانۍ او ملي امنیت ته يې امر کړی چې په ښار او کلیو کې هغه کسان چې له طالبانو سره د عشر او زکات مرستې کوي په نښه او زنداني کړي.

غزني هغه ولایت، چې پراخې سیمې يې د طالبانو تر لاس لاندې دي او په مرکز کې هم پراخ حضور لري.

د دې ولایت اقتصادي، کلتوري، پوهنیزې او نورې چارې د طالبانو له لوري نږدې څارل کېږي او له نظامي څانګې پرته نږدې ټول دولت ورسره په مشوره کارونه پر مخ وړي.

وړاندې تر دې د غزني د یو بل والي په اړه داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې د ځمکې پر سر د اندړو ولسوالۍ له یو اوسېدونکي سره رامنځته شوې لانجه يې د طالبانو په قضا کې حل کړه.

وحید الله کلیمزی چې څو ورځې وړاندې د غزني والي وټاکل شو، تر دې وړاندې کونړ کې پر یاده دنده بوخت و.

تر هغه وړاندې عبدالکریم متین د غزني والي و، چې د واک په وروستیو کې يې هم له مدني فعالانو سره په یوه ناسته کې ومنله چې ولس د طالبانو ملاتړی او له دولتي ځواکونو کرکه لري.

هغه وویل، خلک طالبانو ته ډوډۍ ورکوي، جامې ورته برابروي، وسلې ورته ساتي او په وینا يې بې معاشه استخباراتي کارونه ورته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د