افغانستان

ډاکټر غني د غوڅ ملاتړ ماموریت مرستیال ته مډال ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني د ناټو تر چتر لاندې د غوځ ملاتړ ماموریت مرستیال ته د «غازي میر بچه خان» مډال ورکړ.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، ډاکټر غني دغه مډال تېر ماښام په ارګ کې د کرستوفر هاس پر سینه ور وټومبه.

له دې مډال سره د خپاره کړي فرمان یوه برخه کې راغلي، چې ارګ د هغه د دندې ستاینه کوي او په وینا يې دلته يې ګټورې چارې ترسره کړې دي.

کرېستوفر هاس هم د دې مډال له امله له محمد اشرف غني مننه کړې او ويلي يې دي، افغانان به تل په یاد لري.

غازي میر بچه خان په ۱۲۰۴ لمریز کال د میر درویش خان په کور کې د میربچه کوټ ولسوالۍ په بابه قشقار کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې.

هغه د انګریزانو په دویم یرغل کې له وتلیو مجاهدینو څخه و، چې په نوم يې دوه دولتي مډالونه هم جوړ شوي دي.

یاده دې وي د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان سره هوايي بریدونه زور موندلی، چې د بهرنیانو د شمېرو له مخې یوازې د روان میلادي کال په لومړيو دریو میاشتو کې ۱۱۸۶ بمونه پر افغان خاوره غورځول شوي، چې دروند زیان يې ملکي وګړو ته رسېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x