fbpx

علي احمد عثماني د اجراییه ریاست ارشد سلاکار شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني د اجراییه ریاست ارشد سلاکار ټاکل شوی دی.

پژواک خبري اژانس د ځينو سرچینو په حواله ویلي، علي احمد عثماني نن اجراییه ریاست کې پر پورته دنده وګمارل شو، خو پخپله اجراییه ریاست تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.

علي احمد عثماني څه موده وړاندې د محمد اشرف غني له لوري له وزارت نه ګوښه کړل شو، خو د اجراییه ریاست په امر يې نږدې دوه اوونۍ خپلې دندې ته دوام ورکړ.

د اوبو او برېښنا وزارت چې د وېش په وخت کې د عبدالله عبدالله په برخه رسېدلی دی، علي احمد عثماني يې هم د ټيم کس یادېږي، چې د دې وزارت چارې يې پر مخ وړلې.

د علي احمد عثماني او محمد اشرف غني تر منځ ناندرۍ وروسته له هغه ګرمې شوې چې د ارګ له لوري پر عثماني بندیز ولګید او له کابل ښار څخه وتلی نه شوای.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د