fbpx

د امریکا دفاع وزیر: د اختر اوربند وښوده، چې سوله هم راتلی شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وايي په اختر کې اوربند وښودله چې په افغانستان کې سوله راتلی شي.

مټيس وايي د اوربند موده کې افغان ځواکونو پر طالبانو بریدونه نه دي کړي او طالبانو هم له دې فرصته په ګټه د افغانستان ښارونه ولیدل، چې په وینا يې سولې ته يې هیلې لا ډېرې کړې دي.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو پرلپسې یادونه کړې چې له امریکا سره مخامخ خبرو ته تیار دي.

د طالبانو د اعلامیو له مخې د جګړې یو اړخ امریکا ده، چې باید په دوی پورې تړلې مسئلې ورسره مطرح او له افغانستانه د وتلو پر مهالویش ورسره مخامخ خبرې وشي.

امریکايي چارواکو وړاندې تر دې هم د سولې اړوند د خبرو لپاره تیاری ښوودلی خو ټينګار يې کړی چې دوی به په دې خبرو کې درېیمګړی رول لري او خبرې به د طالبانو او افغان حکومت له لوري پر مخ وړل کېږي.

که څه هم د طالبانو په درې ورځني اوربند کې بهرني ځواکونه له دې اوربنده مستثنی و، خو د امریکا د دفاع وزیر وايي چې له اوولس کاله وروسته دلته د سولې نښې نښانې لیدل کېږي.

امریکا چې په افغانستان کې د روانې جګړې پیلوونکې او دوام ورکوونکې ده، تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې دي، خو د سولې لپاره يې عملي اقدامات نه لیدل کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د