کابل کې د علماوو په نوم د ناستې یوه څنډه

طالبان: ديني عالمان دې په استخباراتي غونډو کې ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د هېواد او نړۍ پر اسلامي علماوو غږ کړی چې د دښمن په استخباراتي غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي.

د ديني عالمانو په نوم طالبانو په خپره کړې ځانګړې اعلامیه کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د علماوو جوړېدونکې ناستې د امریکا په پلان او تمویل بللې دي.

د اعلاميې له مخې امریکا په نورو ټولو ډګرونو کې په ګونډو شوې، غواړي له دیني علماوو نه په ګټې یو بل فشار هم وکاروي.

«د افغانستان اسلامي امارت د دیني عالمانو د غونډو په عنوان دغه پروسه یوه سوچه امریکایي اسلام دښمنه پروسه بولي، چې د پلان، اکمال او عملي کولو ټولې چارې یې د امریکایي اشغالګرو لخوا رهبري کیږي. امریکایان غواړي د دغو غونډو په توسط خپل ظالمانه پوځي اشغال او په کابل کې خپلې غلامې ادارې ته جواز پیدا او قانوني رنګ ورکړي او په وړاندې یې د افغان مؤمن اولس پیل شوی جهاد کمزوری کړي.»

طالبانو د علماوو هغه پلمه هم رد کړې چې ګواکې په داسې غونډو کې «حقې خبرې» کوي؛ اعلامیه زیاتوي: «که تاسو په داسې غونډو کې هر څومره ښې خبرې وکړئ، بیا هم د غونډې نهایي پریکړه او میډیایي تبلیغات د اشغالګرو په لاس کې دي، هغوی کولای شي ستاسو خبرې تحریف او غونډه په خپله ګټه تعبیر کړي.»

د روان کال په مارچ میاشت کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرا نېکولسن وویل، غواړي پر طالبانو د نظامي فشار تر څنګ «دیني فشار» اضافه کړي، طالبانو په اندونزیا کې د سیمې د هېوادونو د علماوو ناسته او په کابل کې د علماوو غونډه د همدې فشار او د نېکولسن د پلان برخې ګڼلې دي.

طالبانو د نړۍ او هېواد له علماوو هیله کړې: «د افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ له دیني علماء کرامو څخه احترامانه هیله کوو چې د دښمن په استخباراتي غونډو او منډو کې د شرکت په ځای باید له مسلمان اولس او مجاهدینو سره همکار شي تر څو الله تعالی د اشغال فتنه ورکه او د مسلمان اولس عزت او استقلال را معاد کړي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د