افغانستان

د ماليې وزیر استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د مالیې وزیر اکلیل حکیمي له خپلې دندې استعفا وکړه.

هغه نن په کابل کې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل چې د کورنۍ پرېکړې له مخې له دندې تېرېږي.

اکلیل حکیمي چې له دریو کلونو راهیسې يې دغه دنده پر مخ وړله وویل، سبا به يې د کابینې په غونډه کې وروستۍ ورځ وي.

د حکیمي په خبره د خپلې استعفا په اړه يې وړاندې تر دې له محمد اشرف غني سره خبره شریکه کړې ده.

هغه پخپلو خبرو کې دا هم یاده کړه چې له دندې استعفا ته کوم فشار نه دی اړ کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

په مخه دی ښه شه د کار لپاره له تانه تکړه کسان شته دی انشاالله چی کارونه به په مخ لاړ شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x