نړۍ

امریکا د ښځو لپاره د نړۍ لسم خطرناک هېواد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): رویټرز په نړۍ کې د ښځو د وضعیت په اړه په خپاره کړي تازه راپور کې ويلي، له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې ترامریکا یوازې نهه هېوادونه وړاندې دي.

د سرچینې د راپور له مخې امریکا د ښځو د ځورونې په تېره بیا جنسي ځورونې په برخه کې د نړۍ لسم هېواد دی.

دغه راپور زیاتوي، د ملګرو ملتونو د ۱۹۵ غړو هېوادونو له ډلې پر امریکا سربېره هند، سوریه او افغانستان هم خطرناک هېوادونه یاد شوي دي.

د سرچینې د راپور پر اساس هند د نړۍ په سطحه د ښځو لپاره تر ټولو بد هېواد دی، خو سوریه او امریکا د ښځو لپاره یو ډول هېوادونه یاد شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې څو موده وړاندې ځينو لوېدیځو رسنیو په امریکا کې د ځانوژنې د سلنې د لوړېدو راپورونه هم ورکړل.

یاده دې وي پر افغانستان د امریکا د یرغل یو دلیل دا هم وړاندې کېده، چې په دې هېواد کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx