افغانستان

د کابل – کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل – کندهار لویه لاره په میدان وردګو ولایت کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ولسي تلفاتو د مخنيوي په خاطر که ولسي خلک پر دې لاره تګ راتګ ونه کړي ښه به وي.

هغه ویلي د دوی ځواکونو د لارې په اوږدو کې په بېلابېلو سیمو کې جګړه پیل کړې ده.

«له تیر ماښام ۸ بجو څخه د کابل کندهار لویه لاره د میدان وردګو ولایت په مختلفو سیمو کې د دښمن د هر ډول تحرکاتو پرمخ وتړل شوه. مجاهدین له ولسي خلکو غوښتنه کوي چې تر بیا اعلان پورې په دغه لاره تګ راتګ ونه کړي ترڅو خدای مه کړه په جګړه کې را ګیر نشي. په لویه لاره جګړه روانه ده.»

د ترانسپورتي شرکتونو مسؤلینو ويلي د دوی ګڼې سپرلۍ د لارې د خلاصون په تمه دي.

د احمد شاه ابدالي شرکت مسؤل حاجي احمدالله امریکا غږ ته ويلي چې دوی دولت له تګه منعه کړي او په وینا يې له تېر ماښام راهیسې يې موټرې په کابل او کندهار کې ولاړې دي.

د کابل کندهار – لویه لاره چې تر غزني پورې ډېره برخه يې د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کې تېرېږي، سید اباد هغه ولسوالۍ ده چې طالبانو پکې پراخ حضور لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x