طالبانو د جهاد د مشروعیت په اړه یو مهم سوال ځواب کړ

قاري حبیب

دا خبره به مو خورا ډیره اوریدلي وي، چې جهاد باید یوازې د د حاکم نظام یا دولت لخوا اعلان شي. یوازې په اصطلاح سټیټ یا ریاست دا واک لري چې د چا خلاف جهاد اعلان کړي. له دې ما سوا که کومه ډله یا افراد د کفارو مقابله کوي یا د اشغال پر ضد مبارزه  پر مخ وړي، جهاد یي صحیح نه دی.

ما خپله دا خبره لومړی د پښتونخوا له یوه سیکولر نشنلسټ سیاستوال افراسیاب خټک نه واوریده. افراسیاب خټک چې لیبرال نظریات لري او د جهاد غوندې اسلامي مفاهیمو ته کماحقه اعتقاد نلري. یوه ورځ یې له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې په ډیر ټینګار دا خبره وکړه چې دا اوسني جهادونه یو هم جهاد نه دی، ځکه د ده په خبره د جهاد لپاره ریاست او نظام ضرور دی او کله چې نظام نه وي هیڅوک د جهاد کولو حق نلري.

د جهاد په اړه د دې شبهې ایجادوونکي اصلا هغه غربي کافران دي چې اسلامي نړۍ یې تر خپل پټ او ښکاره اشغال لاندې راوستې ده. هغوی پوهیږي چې اوس خو د اسلامي نړۍ په برحاله حاکمانو کې یو هم دومره ایمان او جرئت نلري چې د اشغالګرو په خلاف جهاد اعلان کړي. نو په داسې وضعیت کې چې د جهاد مشروعیت د همدغو حلقه بګوشو حاکمانو تر اذن پورې معلق  وبلل شي په دې طریقه به د ابد لپاره د جهاد دروازه وتړل شي او اشغالګر به فرصت پیدا کړي چې په ارامه د اسلامي امت مړژواند جسد وشپيلوي او خپل اشغالګر حاکمیت ورباندې مضبوط کړي.

اصلا شرعي خبره دا ده چې د جهاد لپاره په هیڅ صورت په دې اوسنۍ اصطلاح د سټیټ یا ریاست شتون ضرور نه دی. د جهاد لپاره یوازې د امیر ټاکل ضرور دي.رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: الإمام جُنَّة ، يُقاتَل من ورائه } [ رواه البخاري . یعني امام په مثل د سپر دی د ده په پناه کې به جهاد کیږي. د امیر  شرعي معنی قطعا دا نه ده چې هغه به په اصطلاح ولسمشر یا صدر اعظم وي او یا به هم تر لاس  لاندې د اوسني سیاسي عرف سره سم د ( دولت + ملت) په نظریه جوړ شوی نظام لري او بیا به امیر بلل کیږي.

بله مسئله چې فقهاء وایي په جهاد کې د امیر اعلان او اجازه شرط ده، ټول علماء په دې نظر دي چې له هغه نه مراد جهاد الطلب یا هجومي جهاد دی. یعني هغه وخت چې اسلامي حکومت حاکم وي، مسلمانان په خپلو مځکو واک لري او د داراسلام تر څنګ دارحرب موجود وي. په داسې وخت کې یو مسلمان په خپل سر په کفارو حمله نه شي کولای. ځکه له کفارو سره د جنګ کولو او هجومي جهاد مصالح یوازې امیر ته معلومیږي نو په دې وخت کې تر څو چې د امیر یا حاکم لخوا د هجومي جهاد اعلان نه وي شوی عام مسلمانان په خپل سر حمله نه شي کولای.

اما په دفاعي جهاد کې دغه شرط نشته، کله چې کافران په اسلامي هیواد یا داراسلام باندې حمله وکړي په داسې وخت کې په ټولو مسلمانانو، نر، ښځه، غلام او آزاد باندې جهاد فرض عین ګرځي. په داسې جهاد کې حتی زوی د پلار له اجازې پرته او غلام د بادار له اجازې پرته جهاد کولای شي.

نن سبا چې په اسلامي دنیا کافر غربي اشغالګر قابض دي، په وړاندې یې جهاد دفاعي دی نو ځکه په کې د هیچا اجازې ته ضرورت نشته او په هر مسلمان فرض عین دی. دا چې له دې ښکاره شرعي دلائلو سره سره بیا هم د اشغالګرو کفارو ملګري جهاد نامشروع بولي او وایي چې جهاد باید د سټیټ یا برحال حکومت لخوا اعلان شي، دا خبره هیڅ شرعي اصل نلري او یوازینی هدف یې مجاهدینو ته شک اچول دي.

د اسلامي امارت لخوا چې د نړۍ د عالمانو په نوم کوم پیغام صادر شوی دی په دې اعلامیه کې دا موضوع خورا مفصله، مستدله او له څو اړخونو څیړل شوې ده چې دلته یې یوه برخه کټ مټ را اخلو. د  اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:

( بله خبره دا چې په دې غونډو کې د روان جهاد د نامشروع ثابتولو لپاره دا خبره ډیره کیږي چې جهاد باید د یوه برحال حکومت یا سلطان لخوا اعلان شي او کنه صحت نلري. موږ وایو چې راځئ د معاصر تاریخ اسلامي مبارزات په دقت سره مطالعه کړو. په اتلسمه او نولسمه میلادي پیړیو کې کله چې د هسپانیې، فرانسې، انګلستان، روسیې، هالنډ،ایټالیا اونورو اروپایي هیوادونو لخوا اسلامي نړۍ اشغال شوه، له شمالي افریقا رانیولې بیا تر قفقاز، منځنۍ اسیا ، منځني ختیځ او حتی هند پورې ټولې اسلامي ځمکې د اروپایي استعمارګرو لخواتر اشغال او استعمار لاندې راغلې،په دې هیوادونو کې اشغالګرو خپل مستبد حکومتونه جوړ کړل او خپل سیاسي، پوځي، فکري او اقتصادي اشغال ته یې دوام ورکړ. وروسته چې د دغو اشغالګرو په خلاف په اکثرو سیمو کې مسلح جهادونه پیل شول، د استعمار پر ضد دغه وسلوالې مبارزې چې د اسلامي تاریخ ویاړمن باب دی د حکومتونو لخوا نه وې اعلان شوې، بلکې د سید احمد شهید، امام شامل داغستاني، عبدالقادر الجزائري، ملا مشک عالم، عمرمختار، عزالدین قسام، محمد احمد المهدي السوداني، ابراهیم بیګ، شیخ الهند مولانا محمود الحسن رحمهم الله او د دوی په شان نورو د اسلام په درد دردمنو اتلانو دغه خوځښتونه له فردي هڅو پیل کړي وو چې وروسته یې د وخت په تیریدو د ولسي پاڅونونو شکل غوره کړ او له اسلامي نړۍ څخه یې پردي استعمارګر وشړل.

تر اوسه د اسلامي نړۍ هیڅ عالم د دغو اتلانو په جهاد باندې جرح نه ده کړې او نه یې هم له دې امله د دوی جهاد نامشروع بللی چې جهاد یې حکومتي نه بلکې اولسي وو. دغه راز درې لسیزې وړاندې د شوروي اشغال او کمونیزم په مقابل کې چې افغان مجاهدینو جهاد پیل کړ د ټولې دنیا دیني علماء کرامو یې ملاتړ وکړ حال دا چې د هغه جهاد د پیل په مهال هم مجاهدینو کوم حکومت نه درلود.

بله داچي زموږ اوسنی جهاد دفاعي جهاد دی ځکه چي کفارو مو په اسلامي خاوره تیری کړی او په مقابل کي یې دفاعي جهاد شروع شوی او په دفاعي جهاد کې چې کافران د مسلمانانو په ملک تیری وکړي ټول د فقهې کتابونه لیکي چې په نر، ښځه، غلام، حر، او هر مسلمان علی الانفراد نفیر عام (پاڅون) واجب دی او ټول به یو د بل څخه د اجازې پرته جهاد کوي، کنه ټول ګنهګار او د فرضو تارکین دي لهذا په دفاعي جهاد کي نه حکومت غواړي اونه هم اجازه.

او که بالفرض ومنو چې د جهاد حکم باید بر حال حکومت صادر کړي بیا هم د امریکا خلاف زموږ جهاد ځکه مشروع دی، چې فتوی یې د برحال اسلامي امارت په مهال شوې ده چي هغه وخت یې مشري امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد کوله، ځکه د امریکا له یرغل څو ورځې وړاندې په ۱۴۲۲/۷/۳ هـ‍‍‍‍‍‍‍ـ ق الموافق  2001 \9 \21م نېټه  په کابل کې یو نیم زر عالمانو فتوی صادره کړه چې که امریکایان په افغانستان برید وکړي په وړاندې یې جهاد فرض عین دی. د دې فتوی په مهال دافغانستان ۹۵ فیصده اراضي د امارت اسلامي تر واک لاندې وه او څو هیوادونو په رسمیت هم پیژندلی و او دامسئله هم تر لمر ښکاره ده چي د کفارو د یرغل په صورت کې یوازې د هیواد له پلازمینې او لویو ښارونو په شاتګ سره د یوه اسلامي حکومت شرعي حیثیت له منځه نه ځي. لهذا اسلامي امارت لکه څنګه چي هغه وخت یو اسلامی ریاست او حکومت و اوس هم اسلامي حکومت یا ریاست دی چې د امریکایانو او د هغوی  د غلامې ادارې په نسبت د افغانستان زیاته خاوره تر کنترول لاندی لري.)

که لوړ استدلال ته نظر وکړو طالبانو په دوه ډوله ځوابونو( منعي او تسلیمي ځوابونو) سره د جهاد په اړه د اسلام د دښمنانو یاد شوی شک او شبهه غلطه ثابته کړې او هغه ته یې پریکنده ځواب ورکړی. رښتیا خبره دا ده چې د اسلام او جهاد دښمنان په څو جبهو کې فعال دي. هغوی لکه څنګه چې مجاهدین وژني، بندیانوي یي او د هغوی پر سر یي انعامونه ټاکلي. همداسې د خپلو حلقه بګوشو درباري عالمانو،مبلغینو او رسنیو په توسط په علمي لحاظ هم په جهاد جرح کوي. مجاهدینو ته شک ور اچوي. خو د دې ټولو هڅو هدف یوازې د غربي نړیوال کفر په خلاف د جهادي مقاومت خاموشه کول او له منځه وړل دي. خو دا ارمان به یې ځکه ترسره نه شي چې د اسلام د ساتلو وعده خپله الله تعالی کړې ده او د جهاد په اړه نبي علیه السلام فرمایلي دي چې د قیامت تر ورځې به یوه ډله مسلمانان د خپل دین دفاع کوي. عن معاوية بن أبي سفيان رضي الله عنهما قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: «لا يزال من أمتي أمة قائمة بأمر الله، لا يضرهم من خذلهم ولا من خالفهم، حتى يأتي أمر الله وهم على ذلك. متفق عليه

صدق رسول الله صلی الله علیه وسلم

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی(فهیم)
میلمه

اسلامی امارت د افغانستان یو رسمی دولت وه چی د کفارو له خوا پری یرغل وشو او اسلامی امارت یی دیته اړکړ چی د هیواد پلازمینه پریږدی او شاتګ وکړی .د اشغالګرو په مقابل کی جهاد آن هماغه وخت اعلان شوی وه او د اسلامی امارت مجاهدینو ترننه په ډیره میړانه پرمخ وړی ده. داچی دا اوس کوم درباری ملایان دا جهاد نامشروع بولی دوی خپلواک ندی دوی دامریکاتر چتر لاندی ژوند کوی او یوازی خپل ځانونه ساتی دوی په اصل کی الله شرمولی دی الله پاک یی په خلوباندی مهر لګولی دی دوی دا وس نه لری چی د… نور لوستل »

خپلواک
میلمه
خپلواک

که نن امریکا او پاکستان سولی ته حاظر شول دا هر سه به ختم وی تاسی به راشی لکه هغه بل چی راغی
افغان ملت پکی برباد شو تباه شو دلته یو کافر په کال کی نه مړ کیږی د ورځی ۵۰۰ افغانان له دواړو خواوو مړه کیږی