fbpx

د کاڼي کرښې (لنډ حدیثونه – دیارلسمه برخه)

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

۱. لَا يَحِلُّ لِمُسْلِمٍ أَنْ يَهْجُرَ أَخَاهُ فَوْقَ ثَلَاثٍ. صحیح البخاري

ترجمه : هېڅ مسلمان ته روا نه دي چې د خپل مسلمان ورور سره تر دریو ورځو زیات خفه شي.

۲.خير النكاح ايسره .سنن ابي داود

ترجمه : غوره نکاح هغه ده چې سختي پکې نه وي (لوی لوی پرګرامونه پکې نه وي او مهر یې زیات نه وي ، او مصارف پکې زیات نه وي) .

۳. خير الناس انفعهم للناس .كنز العمال

ترجمه : غوره په خلکو کې هغه کس دی چې خلکو ته یې ډېره فایده رسیږي .

۴. لَا يَرِثُ الْمُسْلِمُ الْكَافِرَ وَلَا الْكَافِرُ الْمُسْلِمَ. صحیح البخاري

ترجمه : مسلمان له کافر نه او کافر له مسلمان څخه مېراث نه وړي.

۵. لَا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ. صحیح البخاري

ترجمه : هېڅوک د (له پردۍ) ښځې سره یوازې نه پاتې کیږي.

۶. خير الكسب كسب يد العامل اذا نصح.مسند احمد

ترجمه : غوره ګټه د هغه کار کوونکی د لاس ګټه ده چې خیر خواه وي .

۷. خير الذكر الخفي ، وخير الرزق ما يكفي .مسند احمد

ترجمه : غوره ذکر هغه دی چې پټ وي ، غوره رزق هغه دی چې بس کیږی .

۸. لَا يَزَالُ الْعَبْدُ فِي صَلَاةٍ مَا كَانَ فِي الْمَسْجِدِ. صحیح البخاري

ترجمه : ترڅو چې بنده په جومات کې وي هغه په مانځه کې وی.

۹. لَا يَرْحَمُ اللَّهُ مَنْ لَا يَرْحَمُ النَّاسَ. صحیح البخاري

ترجمه : الله تعالی په هغه باندې رحم نه کوي څوک چې په خلکو باندې رحم نه کوي.

۱۰. خياركم من ذكركم بالله رؤيته وزاد علمكم منطقه ورغبكم في الاخرة عمله .كنز العمال

ترجمه : په تاسې کې غوره کسان هغه دي چې تاسې هغه ووینې تاسې ته الله تعالی در یادیږي ، کله چې هغه خبرې کوي ستاسې علم ورسره زیاتیږي ، او کله چې تاسې د هغه عمل وینئ نو په آخرت کې ستاسې رغبت زیاتیږي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د