fbpx

شرافت اخیردسولي له کاروان سره یوځای سو!!!!

بخت الرحمن شرافت

دهر کار لپاره لومړی چاپیریال یا خاکه ((بیکراونډ)) باید جوړ سي او وروسته ددغه چاپیریال په مرسته داصلي هدف لپاره کار وکړل سي نو دسولي کاروان هم وړاندي له دې چې طرفین سولي ته راوبولي باید لومړی دي ورته چاپیریال ساز کړي.

کله چې چاپیریال ستا دمشروع لپاره مساعد نه وي دغه صورت کې پانګونه یا دمشروع لپاره هڅي په کار اچول هیڅ معنی نه لري بغیر له دې څخه چې زیار او کاردي دوا ړه ضائع شي نور څه په لاس نه درځي.

نو دسولي کاروان چي کله هلمند څخه یون پیل کاوو باید قدم په قدم یې دطالبانو او
حکومت ترمنځ دسولي دخبرو لپاره د چاپیریال جوړولوهڅي په کار اچولې وی.

کله چې کندهار ته رارسیدلي وای پرځای ددي چې دتبلیغي ډلې په څیر یې کوم مسجد کې پړاو واچوي، باید سیدا ورغلي وای د کندهار دامنیت دقومندان جنرال عبدالرازق صاحب دکور په دروازه کې ورته خیمه درولې وای.

او ورڅخه یې پوښتنه کړې وای (جنرال صاحب عبدالرارق)) مونږ اوریدلي او لیدلي چې دکندهار په ښار کې په شپه کي له کورونو اوپه ورځ کې دکار له ځایونو څخه خلګ پورته کیږي، څو ورځي وروسته ددغو خلګو په وینو لړلي جسدونه موندل کیږي په ډير تشدد او عذاب باندي وژل کیږي، که داخلګ ګناهکاراو مجرمین وي کوم جرم یې کړی وي مونږ حکومت لرو، محاکم لرو، قضاة لرو او څارنوالان موجود دي.

داکسان که رښتیا مجرمین وي، بیا خو په ښه داوي چې د ولس په وړاندي محاکمه سي، ولس یې هم په جرم او ګناه باندي خبرشي او په سزا ورکولو باندي یې خوښي وښيې دکورنیو غړو ته يې دخواخوږۍ پرځای د ملامتیا ګوته ونیسي.

که لږ مهرباني وکړي داڅوک کوي، ولي یې کوي ددغو کسانو جرم څه دي ترشاه یې دچا لاس دي دومره په ظلم او وحشت باندي ولي وژل کیږي اخیر کوم قانون شته دلته بشر ته دبشریت حیثیت باندي څوک قائله دي.

دوي باید مهرباني کړې وای ترټولو لومړی یې له جنرال عبدالرازق سره ددغو ظالمانه کړنو حساب کړی وای، که یې حساب ورسره نه سو کولی دومره خو یې باید کړي وای چې جنرال صاحب یې په وړاندي پښیماني ښودلې وای او دداسي کړنو دنه کولو ضمانت یې ځیني اخیستی وای، واک یې خوشی کړې وای د رښتني سولي لپاره یې لاره هواره کړې وای.

د ا ضمانت لیک به یې را اخیستی وی خیمه به یې ړنګه کړې وای او د کابل په لور به یې دسولي یون پیل کړی وی، دلته به طالبان لږ ډاډه سوي وای، چې دسولي کاروان لکه چې رښتیا سوله غواړي او دسولي لپاره دچاپیریال جوړولو په لټه کې دي.

دکابل کندهار ښار سویل ختیځ کې کابل دوه لاري څخه نیولی بیا دکابل ترکمپنۍ پوري به یې لاره کې ټولي نقطي نوټولای، کله چې یې نړېدلای پول ترستر ګو سوی وای یا کوم خراب کړل شوی پول چک یې مخې ته راغلی وای، دلته به یې طالب ته دملامتیا ګوته نیولی وای، دغه نقطه به یې دطالب لپاره ورسره نوټ کړی وی، او چې کله یې لښتی لښتی او ویاله ویاله لویدلی سړک لیدلی وای دریدلی به وای یو لاس به یې سر او بل سینه باندي نیولی وای د لږ ګړي لپاره به یې ژور فکر کړی وای هغه پیسې به یې وړاندي ورته ایښې وی کومي چې يې ددغه سړک په نوم یې له نړیوالو اخیستې او بیا به یې ددغه سړک خوار او زار حالت ته کتلي وی حساب به یې لګولی وی.

دومره پریمانه پیسې او دکابل کندهار سړک خوار او زار حالت، نوبه یې قدم په قدم تکرارا خپلو منځونو کې سره ویلي وای ددې لپاره چې دسولي لپاره سالم چاپیریال جوړ کړو ترهرڅه وړاندي به کابل کې ویشل کیږو نیم به مستقیما ارګ ته ځو، دارګ په دروازه کې به ډيره کیږو او نیمایې نوربه دپخواني ولسمشر حامد کرزي کورمخته پړاو اچوو، ترڅو چې مو دواړو سره ددي چور او تالان حساب نه وي کړی د سولي نوم به نه اخلو.

وروره تاسو ا وخدای څومره شرم دۍ په کومه خوله مخالف لوري ته له دومره فاسدو لوټمارانو سره دسولي خبره باندي خوله خلاصه کړو، راځۍ اول له دوي سره حساب وکړو، دشفافیت نړیواله اداره وایې چې دلته دهرکیلومټر په سرباندي اته ملیونه ډالر پیسې وړل شوې دي او دسړک له کنډ اوکپر حالت سي مالومیږي چې دکیلومټر په حساب یولک ډالر مصرف هم نه ده سوی، درته په یقین وایم که ددغه سړک د جوړیدو لپاره یو کیلومټر په حساب یو ملیون ډالر طالبانو ته ورکول سوې وای اوس به مو دلته دوه طرفه سړک درلودلی.

دواړو ښاغلیو اشرف غني او حامد کرزي صاحب ته به یې وخت ورکړی وی، دسولي کاروان به دښاغلي عبدالله عبدالله په وړاندي داجرائیه ریاست مخته خیمه درولې وای،،، اجرائیه رئیس ته به یې ویلي وی، مونږ ((دسولي کاروان)) له هلمند څخه را روان سوي د لارې په اوږدو کې مو دخلګو څخه دسولي لپاره ضمانتونه اخیستي، اوس تا ته راغلي یو ستا څخه هم ضمانت اخلو ترڅو دمخالف لوري ډاډ وسي چې تاسو رښتیا هم سوله غواړۍ او مونږ بیا رښتیا دسولي په تکل راوتلي یو کومه استخباراتي پروسه نه ده.

دسولي دکاروان میر به عبدالله صاحب ته ویلي وای، محترما له مخالف لوري سره سوله هغه وخت کیدلی سي چې لومړی ته او اشرف غني صاحب ترخپل منځ اختلاف لري کړۍ، داچې تراوسه ستا او د ولسمشر صاحب اختلاف هیواد او ملت ته څومره زیان رسولی هغه باندي له ملت څخه بخښنه وغواړۍ، ددې لپاره چې دسولي لپاره چاپیریال جوړ سي واک دلنډ وخت لپاره بي طرفه جرګې ته وسپارۍ، مونږ وښاغلي کرزي او اشرف غني صاحب ته هم خبره کړې چې دسولي دچاپیریال دجوړولو لپاره څه قرباني ورکړي.

کله چې اشرف غني صاحب استعفی لیک ورته وړاندي کړی وی، عبدالله عبدالله هم ورته اقدام ترسره کړی وای، او ښاغلي کرزي بیا دخپل حکومت پر وخت دفساد او لوټ مار دمسؤل په توګه ځان دملت ومحکمې ته سپارلی وی.
له درو واړو څخه به یې لیکلي ضمانت لیکونه را اخیستي وای، داسي به کابل کې دسولي لپاره دچاپیریال جوړولوته لاره هواره سوې وای مخالف لوري به هم یقین سوی وای چې دسولي کاروان خپل یون کې رښتنی دئ او حقیقي سوله یې مطلب ده کومه استخباراتي لوبه نه لوبه وي.

کله چي یې له کندهار څخه دجنرال عبدالرازق ضمانت لیک را واخیست کابل کې یې دحکومت له دواړو مشرانو څخه ضمانت لیکونه واخیستو، چې استعفی به کوي او ولس ته دحسباب لپاره ځانونه سپاري او ښاغلی کرزي صاحب څخه یې هم ضمانت لیک واخیست چې ملت ته به دنوموړي په وخت کې دلوټ مار، چور چپاول او فساد حساب ورکوي.

دریم قدم به له دغو ضمانت لیکونو سره یوځای د امریکا سفارت ته ورغلي وی دسفارت په دروازه کې به یې د خیمې مراندي میخ کړې وای، او له سفیر صاحب څخه یې پوښتلي وای، جناب سفیر ستاسو او دافغانستان دحکومت ترمنځ دامنیتي تړون د څه لپاره وه، تاسو خو ویلي چې له امنیتي تړون څخه وروسته به دافغانستان امینت زمونږ لومړیتوب وي، را تلونکو لسو کلونو کي به افغانستان دنړۍ دشتمنو هیوادونو په لړکي راشي، دهیواد ددرې ټریلونه ډالرو په ارزښت ځکمنۍ زیرمي به راو سپیړل سي، هیوادکې بي کاري ختمه سي، نړیوال پانګوال به راشي، پوهنه به وده وکړي، روغتیایې خدمتونه په دهیواد په کچه پراخ شي.

امنیت خو هغه حالت ته رسیدلی چې کله ستاسو ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شوی هره ورځ کنړ او نورستان باندي دپاکستان له لوري د ړندو توغندیو باران وي او تاسو ورته اشاره هم نه کوۍ حال دا چې تاسو دامنیتي تړون پر وخت وعده کړې وه، چا ته به اجازه ورنه کړو، چې دافغانستان امنیت وګواښي دکابل ښار حالت خو دغه دي خپله وینئ چې له سفارت څخه بیا تر ارګ په پوري په چورلکو کې ځئ، او کابلیانو وضعیت خو هغه ده چې اوس ښاریان له پنځه سوه افغانۍ سره په ډاډه زړه بهرته نسي وتلی.

ستاسو په مرسته جوړسوي حکومت کې چارواکي یو دبل خبره نه مني، پوره یو کال ښاغلي ولسمشر زور وواهه ترڅو دبلخ والي لري کړي ویی نه کړای سو اخیر یې دکوم مصلحت له مخي ورسره معامله وکړه.

ولسمشر کوم مامور لري کوي او اجرائیه رئیس یې بل ځای تر هغه ښه بست باندي مقررره وي، ولسمشر دافغان او مسلمان په نوم تذکره اخلي او اجرائیه رئیس بیا نه اسلامیت مني او نه افغانیت، سمه ده که دبي بي ګلې ده مني دنورو افغانانو پر افغانیت او اسلامیت باید سترګي پټي نه کړي.

ښاغلي سفیر داڅه حال دئ دنړي په مخ کې مو په شرمو وشرمولو، په والله که مخالف لوري ته دسولي او امنیت خوله خلاصه ولی سو، داڅه حال دئ ((که یې په ماجت راسره نه منې په کلیسا خو یې راسره ومنه)) دغو تڼاکو تڼاکو پښوته مو ګوره نور بس کړه ددغه مظلوم ملت په زخمونو باندي مالګه مه پاشه دکلیسا به روي دغه هیواد باندي نور رحم وکړه.
ښاغلي سفیر مونږ له هلمند څخه راروان سوي یو دلارې په اوږدو کې موستاسو تر دروازې پوري ټولو زورورو څخه ضمانت لیکونه اخیستي ترڅو درښتني سولي لپاره لاره هواره کړو اوس دغه یو ستاسو دروازه کې درته ناست یو، ترڅو چې ستاسو څخه مو ضمانت لیک نه وي اخیستی له دره څخه مو نه ځو.

ښاغلی سفیره…… ((دلته یې خپل منځ کې سره پس پساری شروع کړ، ړوند سترګې پوهیږې خبره ټوله دغه سوربریتي کي ده)) ترڅو چې مو ورسره ضمانت لیک اخیستی نه وي خیمه به ولاړه وي او مونږ به ورته ناست یو (( بسم الله جان ورته وایې هوکي ړونده زویه رښتیا جې وویل)) کیسه ټوله همدغه دروازه کې ده او ددغه سوربریتي دبریتو ترسایه لاندي ده، بسم الله یو ځل بیا وایې ((خیبره دظالم زو ولي داسي ورته ګورې)) ددې دنامي دبچي دبریتو تر هر بیښته لاندي یو ملیون ډالر پراته دي داسي نه وي نیت دي ورته خراب سي،،، خیبر….. ړونده زویه بسم الله هم سخت ((انچکه)) انسان دئ.

جناب سفیره دحکومت ټولو چارواکو راسره منلې چې درښتني دائمي او حقیقي سولي لپاره ستاسو غوښتنې منو، واک کومي بي طرفي جرګې ته سپارو، په هیواد کي دفساد او لوټ مار مسؤلیت په غاړه اخلو دحساب لپاره یې ولسي محکمې ته تسلیمیږو، چې ولس راسره څنګه معامله کوله ورته غاړه ږدو، اوس خبره تاسوته ولاړه ده تاسو به هم مونږ ته ضمانت لیک راکوۍ ترڅو ورباندي مخالف لوري ته قناعت ورکړو چې سوربریتی پهلوان هم قانع سوی او رښتیا سوله غواړي.

لومړی به نړیوال ضمانت راکوۍ چې زمونږ دهیواد کورنیو چاروکې به نوره لاس وهنه نه کوۍ، کومي جرګي ته چي اوسني چارواکي واک سپاري هغو کې به خیښ او خاله نه لټوۍ.

زمونږ هیواد کې به عسکري حضورته دپاي ټکی ږدۍ که په یو پلا نه ځئ، سمه ده درسره په سهولت وکړو راته دوتلو مهال ویش وټاکۍ او نړیوال ضمانت راکړۍ، لکه څرنګه چې نور غربي هیوادونه دلته سفارتي او ډیپلوماټیک حضور لري تاسو هم خپل سفارت ولرۍ ‎، زمونږ دوستان یاست په دوستي مو ویاړو، خو التبه دتیري په شکل کې مو نور یوه لحظه هم نشو زغملی.

دغه دسولي کاروان دلته هم وتوانید چې دامریکا له لوري هم ضمانت لیک ترلاسه کړي، لیک یې را واخیست خیمه یې دابدي اثر په توګه دنادرخان غونډۍ پر سر دنښان په ډوله ودروله دسولي نوم یی باندی نقش کړ، بسم الله، خیبر او ړانده یې وړاندي یاداګار عکس واخیست.

راوواتو اوس دطالب خواته ورځي:

خیمه ونړیده ضمانت خطونه جیبونو کې پراته دي، حیران دي چې اوس طالب چیري پیداکړي، یو وایي ځو کندوز ته، بل ورته وایې یاره هلمند ته به لاړ شو، هغه په سترګو باندي ړوند ملګری یې که څه هم په سترګو څه نه ویني، ولي ډیر هوښیار او چالاک کس دئ ورته وایې یاره هلمند او کندوز څه کوو، تیره ورځ میدان ښار کې وطالبانو ته له درو سوو څخه زیات وسلوال عسکر تسلیم سوې له دي څخه مالومیږي چې طالبان دکابل دروازو کې ولاړدي، دلته نږدې به یې پیداکړو.

خیبر کورښادی بیا ډیپلوماسي کې ښه تجربه لري، واېي نه ړونده زویه داچې کندوز، هلمند یا میدان ښارته ځو راځي وړاندي له دې څخه چې دطالب پیداکړو، له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړو ترڅو طالب ته په یو ادرس باندي قائله سي.

له حکمتیار صاحب څخه یې نقلي هیرو جوړ کړ دکابل له منځ څخه یې یوړو دلغمان په غرونوکي یې راښکاره کړ بیا یې ترننګرهاره له ننګرهاره ترکابله په های او هوي او مناورو باندي بدرګه کړ، کابل زړه کې یې شاهي قصر ورکړ،، نو طالب خو زه اوته ښه پیژنو چې د رواني لوبي اصلي هیرو دۍ، والله چې له دې څخه څو کرته ښه قصر ورکړي،،، راځي یو پلا بیا ارګ ته ورشو او دا غوښتنه لا هم ځیني وکړو.

بسم الله کورښادی چې له طالبانو سره نږدې پاته سوی دطالب په طبعیت نسبتا ښه پوهیدی ورباندي غږ یې کړو! یاره طالبان دقصر او ماڼۍ شوقیان نه دي که وی، ضرور به یې اوس چیري کومه ماڼۍ درلودلی،،، هغه ډير نیکان خلګ دي دملي ګټو لپاره له هرڅه څخه تیردي اوس مو کار سره رانږدې کړی، چې بیا ورځو او دطالب لپاره دکوم قصر او ماڼۍ غوښتنه کوو کیسه سره اوږدیږي تاسو راځي یو چم به وکړو پیدابه شي،،،.

خیبر ورته وایې پیدا خو به شي دې شک نشته چې طالب به پیدانه شي طالب ددې هیواد بچی او ددې هیواد له نس څخه راټوکیدلی، بیا هم څه ناڅه دیو ناستي ځای ته هم ضرورت لري چې چیري ورسره کینو او یوه پیاله شنې چایې ورسره سور کړو او هغه ځای بیا دطالب د ادرس په نوم یادسي.

ړوند خو ډیر هوښیار دئ دلته یوځل بیا ددوي خبرو ته غوږدئ اوځان یې ناګمانه اچولی، لږ ګړی وروسته یې سر راپورته کړ، بسم الله جانه نادره به درته وکړم، ((آ ښه ړونده زویه ووایه یو خو ستا نادرو مونږ مات کړو))

بسم الله جانه دطالب کوټۍ او قصر خو لري خبره ده، طالب ته ټول هیواد کې دیوې لویشتې ځمکي حق نه ورکول کیږي ترڅودوه ډير ګران مشران یې لکه مشر ملاصاحب چې د دیارلس کاله یې سنګر کې تیر کړو جنګیالي یې رهبري کړو له درې برخي دنیا سره وجنګېدی، په دیارلسو کلونوکي یې نه کور ولید او نه کهول او دمسافرۍ په حال کی سنګر کي وفات سو، او دوهم مشر یې ښاغلي منصور شهید هغه مشر وه چې دمشر ملاحب مرحوم په غیاب کي یې دملګرو اتحاد او اتفاق وساتی او بالاخیر دامریکایانو دډرون هدف سو او په لمبو کي وسوځیدی.

راځي ارګ ته به ورسو له واکدارانو څخه به غوښتنه وکړو چې دطالب لپاره نه قصر غواړو او نه ګوټۍ دومره وګړۍ ددوي د دوو مشرانو لپاره چې اوس ددوي په منځ کي نسته دقبرونو لپاره دهیواد کوم ښارکې دوې لویستي ځمکه ورکړۍ،،، نور به طالب ته ووایو چې دخپلو مشرانو دقبرونو چاپیره ساحه دي (آو پاشي) کړي هلته به ورسره کښینو ددي هیواد دائمي سولي په لاره کي ددوي قرباني شويو مشرانو وڅنګ ته به ورسره خبره وکړو.

((خیبر)) ورباندي ناره کړه یاره ړونده زویه څه ((آنتکه)) انسان یې څنګه نادروته دي پام وي،، دادي څومره ښه خبره وکړه داخلګ څومره مظلوم دي او په دي کار سره به نه یواځي طالبان خوشحاله سي بلکې ملت هم غواړي چې ددوي مشران ښکاره قبرونه ولري او کله کله یې مزار ته ورسي ورته دمغفرت لاسونه پورته کړي او د ازادۍ الهام ځیني واخلي.

درځۍ بله په کي مه کوۍ،،، ورځو ارګ ته او دا امر خو اوس دستي لاس په لاس ځیني را اخلو او له طالبانو سره په ګډه دهغو مشرانو وجنازو ته اوږې ورکوو دکندهار ښار وزړه ته یې راوړو.

چې کله د سولي کاروان پورته کارونه ټول وکړي چاپیریال سازګار کړي، دلته به شرافت هم ورسره ملګری سي او ورسره یوځای به طالب ته ورشي په طالب به تیروتنې هم ومنې، د رښتنې، حقیقي او دائمي سولي ضمانت په هم ځیني واخلي.

په ګران اوفغانستان کي د پروژییزي نه، بلکی حقیقي سولي په هیله

والسلام

بخت الرحمن شرافت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د