fbpx

ایا پرلتونه زمونږ ستونزه حل کولای شی؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له نیږدې دوو نیمو میاشتو راهیسي مو په هیواد کې د پرلت په نوم حرکتونه پیل شوي.
د دې لړۍ پیل له هلمند ولایت نه هغه وخت پیل شو چې کله په یوه موټریز برید کې د لشکرګاه په یوه لوبغالي کې ۱۶ تنه مړه او ۵۳ نور ژوبل شول.

پر افغانستان تر امریکايي یرغل وروسته په سلګونو ځله د امریکايي ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو او همدا راز پر هغوی باندې د طالبانو په بریدونو کې ولسي خلګو ته دغه ډول مرګ ژوبله اوښتې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم ورباندې وخت ناوخته خپل رپوټونه نشر کړي دي.

اوس په داسې حال کې چې له هلمند نه د ولسي خلګو د وژنې په خلاف راپورته شوی حرکت کابل ته رارسیدلی او د ملګرو ملتونو دفتر مخته یې په وچ ډاګ یوه شپه هم تیره کړې رسنیو د نورستان د وانټ وایګل په کټار ګمبیر کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ۱۷ تنو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

همدا راز وړمه ورځ دولتي ځواکونو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د اسحاق زو پر کلي باندې د هاوانونو پر وارولو سره د یوې کورنۍ لس تنه ولسي وګړې چې ډیري يي ښځي او ماشومان دي وژلي چې د هماغې ویرجنې صحنې بوږنوونکې ویډیو د خواله رسنیو لخوا هم په پراخه پیمانه نشر شوې ده.

د دغو دواړو جنایتونو عاملین ښکاره ، سیمه یې هم ښکاره او جنایت یې هم ښکاره دی.

که واقعا پرلت وال د جګړې د ښکیلو لوریو لخوا د ولسي خلګو د وژنې په غبرګون کې راپورته شوي یې نو کم ترکمه دي په خپلو سوله ییزو شعارونو کې د دغو دوو ښکاره او تازه جنایتونو تذکر او تقبیح هم وکړي چې ولي او په کوم جرم ولسي خلګ په دغسي بیرحمانه ډول د هغو کسانو لخوا دلته وژل کیږي چې دوی د سولې او امنیت تر شعار لاندې افغانستان ته راغلي دي؟.

واقعیت دا دی چې پرلت حرکتونه چې په افغاني ټولنه کې نه ملي او نه هم مذهبي مخینه لري د اجنبي اشغالګرو په اشاره د افغان یوموټي ولس د ویشلو په غرض د یوه د نامأنوس کلتور په حیث ترویج کیږي چې د افغاني ستونزې د حل ورکې هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي.

ځکه افغانان د خپلو ستونزو د هواري لپاره خپلې مروجي طریقې لري چې په هغو کې د قومونو مشهور او پیژندل شوي مخور را ټولیږي او د افغاني دروند کلتور د منل شویو عنعناتو مطابق خپلې ستونزې ورکې هواروي.

له هلمنده تر کابله یا له کونړه تر کابله د یو شمیر معلومو کسانو پلي تګ چې هم ورکي بي موجبه خپل ځان ستړی کوي او هم خپل وخت ضایع کوي پرته له دې چې تر شرعي مواخذې لاندې راشي په هیڅ صورت د افغان غمیزې د هواري وړتیا نه لري.

ځکه نن ټول افغان ولس د ولسي اجماع له مخې پر دې متفق دی چې د افغاني لانجې اساسي عامل بهرنی اشغال دی.

د اشغالګرو د شتون په صورت کې هرحرکت او هڅه له دې پرته چې نور هم بهرنی اشغال ته د تمدید زمینه مساعده کړه بله هیڅ ګټه نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د