اوربند او د لطف الله خیرخوا شرطونه او اندېښنې

اصیل حنفي

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د تېر اختر اوربند د افغانستان څلوېښت کلونو جګړو او مشکلاتو کې یو ډېر نوی او نادر اقدام و چې دواړو خواوو په ډېر هنر نندارې ته وړاندې کړ. د حکومت اته ورځنی او د طالبانو درې ورځنی اوربند یو ښه افغاني نوښت و. له تصویري او چاپي رسنیو نیولې تر خواله رسنیو او تر اختریزو ناستو او مېلو د ټولو غټو او وړو بحث پر اوربند و. پر همدې اوربند مې په نن ټکي اسیا کې د لیکوال او شاعر لطف الله خیرخوا د «اوربند…سمښت او تېروتنې!» په سرلیک کالم ولوست. د بل هر افغان په څېر خیرخوا صیب هم پر اوربند غږېدلی او ځای ځای یې اندېښنې څرګندې کړي. د خیرخوا صاحب د نظر او اندېښنو له لوستو وروسته مې اړتیا وګڼله چې په دې باره کې خپلې ملاحظې له لوستونکو سره شریکې کړم.

د لیکنې پر دوو فرعي عنوانونو «د اوربند شرطونه» او وروستی یې «تېروتنې» لږ تم کېږم. یوه عمومي ملاحظه پر دغه لیکنه دا کېدای شي چې لیکوال په بشپړ ډول موضوع له شرعي (نصّي) اړخه څېړلې ده. یعنې سیاسي او اجتماعي پدیدې چې د شرعې له نظره هم څېړل کېږي، علما او فقها په کې عیني واقعیتونه په نظر کې نیسي او عرف او عقل له وسیلو هم استفاده کوي. اوربند چې یوه سیاسي او نظامي مسئله ده، نو پر دغه موضوع د بحث پرمهال باید زموږ د لید زاویه پر شرعي نص سربېره سیاسي او نظامي ماحول، سیاسي ګټې یې، ولسي او اجتماعي اثرات یې او داسې نور ټول موارد په نظر کې ونیسي. خو دغه لیکنه کې داسې ښکاري چې د شرعې دغه اصل ته ډېره توجه نه وي شوې او د استدلال ټوله اتکاء یې پر نص ده.

د «شرطونو» په عنوان کې لیکوال د اوربند په اړه د مختلفو علماوو نظرونه رااخلي. د دغو شرطونو له لوستو زما برداشت دا دی چې دغه شرطونه په هغه حرب کې قابلِ عمل دي چې جګړه د دوو ډلو (محارب کافر او مسلمانانو) ترمنځ وي. مثلاً څلورم شرط کې لولو «څلورم شرط علما دا ښيي چې دښمن به ښکاره او پټ، په خبره او کړنه له ضرر رسولو ځان ساتي، بلکې مسلمانانو سره لا پر ښه برخورد مکلف دی. مسلمانان به هم ښکاره او پټ، په خبره او کړنه ضرر نه وررسوي، خو له داسې کارونو به ډډه کوي، چې د ولاء او براء قانون پایمالوي او د جهاد هیبت ته صدمه رسوي، ځکه چې جهاد اصلا د «کلمة الله» د لوړولو لپاره مشروع دی، نو که د ولاء او براء قانون پایمال شي، د الله تعالی د دین لوړوالی ورسره خپله پایمالېږي!».

له شرطونو وروسته د «تېروتنو» په بحث کې لولو چې لیکوال له دې سر ټکوي چې په دغو ورځو کې د طالبانو جلب او جذب منظم پلان نه درلود، د «ولاء او براء قانون» پایمال شو، د «مسلمانانو قاتلینو سره په خندا ودرېدل…او بالاخره د جهاد هیبت یې ونړاوه». د اوربند په مدیریت او ترې د استفادې په برخه کې ښه وسیع بحث کېدلای شي.

دلته که لږ ځیر شو، دغه شرطونه چې محترم خیرخوا راخیستي، په دغو شرطونو کې علما د جګړې یوه لوري ته د «دښمن» او بل هغه ته د «مسلمان» خطاب کوي. مانا دا راووځي چې هدف د «محارب کافر» او «مسلمان» ترمنځ جګړه ده. په ورته ډول، په درې ورځني اوربند کې هم د امارت مشرتابه بهرني یرغلګر چې د علماوو په اتفاق سره محارب او غاصب کفار دي، له دغه اوربنده ويستي وو. اوربند یوازې د هغو افغانانو په وړاندې وو چې تر ننه یې هېڅ معتبر او موثق عالم او د امارت هېڅ مرجع د «کفر او ارتداد» حکم نه دی ورکړی. امارت همېشه تأکید کړی چې دغه خلک افغانان دي، بهرني یرغلګر له دوی څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. ځکه یې بار بار له دوی غوښتنه کړې چې دغه صفونه پرېږدي، تر څو له مرګه وژغورل شي. د طالبانو په اوسنیو نظریاتو کې تر ټولو مهمه نکته دا ده چې د تېر جهاد د ځینو مشرانو او لارویانو په څېر یې د «تکفیر» له فتنې او افراطه ځان ساتلی. د امارت د دغه پر شریعت بناء معتدل سیاست حکمت او موثریت هم د ټولو په وړاندې دی. له دغه لنډ اوربند وروسته، په سلګونو د ملي اردو عسکر او نور نظامیان امارت ته تسلیم نه شول؟! ایا دا د دې اوربند تر ټولو لویه ګټه نه وه؟ محترم خیرخوا هم شاید له دې انکار ونه کړي او دغه کار به تاییدوي، دلته زما هدف هم پر خیرخوا نقد نه دی، بلکې د امارت د عمومي پالیسي د حکمت او موثریت بیان دی. یا که بل مثال یاد کړو. طالبان راغلل ښارونو ته، نظامیانو سره یې خبرې وکړې، دغه عمل هم نظامیانو ته وښوده چې د طالب جنګ زموږ په ضد د امریکایانو د موجودیت له امله دی یا له دې امله دی چې موږ (عسکر) د امریکایانو تاسیسات او پرسونل ساتو، نه دا چې موږ سره دښمني لري. او امریکایانو سره خو واضحه خبره ده چې اوربند هم نه و شوی.

اوس چې امارت په هېڅ افغان د کفر حکم نه صادروي، که په اردو کې دی، که پولیسو او نورو اداراتو کې، دغه سیاست یې د افغانستان د اوسنۍ وضعې په نظر کې نیولو سره ډېره فایده هم کړې ده. د همدغه نظر په اساس امارت د یرغلګرو محاربو کفارو په ضد د جهاد د دوام خبره کړې وه. نو کله چې یرغلګر له اوربند نه استثنا وي، پر افغان عسکر او پولیس د کفر او ارتداد حکم هم نه وي، هغوی سره غاړې وتل او خندا به څنګه د «ولاء او براء قانون» پایمال کړي؟ «ولاء او براء خو محارب کافر سره مطرح دي، نه مسلمان افغان سره چې ګناه ګاره دی. بالعکس اردو او پولیسو سره غاړه وتل، ورسره مینه کول، خندا کول به دا ثابته نه کړي چې امارت هغوی ته خپل اخلاص او مینه وښوده، ورته ثابته یې کړه چې تاسې زموږ وروڼه افغانان یاست، د دې وطن یاست، خو تاسې د یوه یرغلګر دښمن د تبلیغاتو او معاشاتو ښکار شوي یاست، کله چې تاسې د یرغلګرو له قوماندې ځانونه خلاص کړئ، د امارت غېږ تاسې ته پرانیستې ده. د پورته شرطونو په نظر کې نیولو سره چې علماوو او فقهاوو وړاندې کړي دي، څه مشکل دی چې مجاهدین د خپلو هغو وروڼو سره غاړې ورکړي چې په ناپوهۍ او جهالت سره د دښمن تر قوماندې لاندې دي؟

د افغانستان قضیې څو لسیزې دوام وکړ. که موږ د تېر تاریخ د بې ځایه افراطونو، احساساتي فیصلو او غیر شرعي او غیر عقلاني تګلارو نه پند وانخلو دا به زموږ لویه اشتباه وي. د امارت مشرانو الحمدلله د تاریخ نه زده کړه کړې ده او د شریعت او عرف نه په سالم درک سره تر ډېره یې ښه نظر غوره کړی دی. دا چې طالبان توانېدلي چې د خپلو جنګیالیو نظر او فکر له افراط او تکفیر نه وساتي، دلیل دا دی چې د دغه تحریک اساس د دیوبندي علماوو په لارښوونو بناء دی. د طالبانو تحریک همدغه سوچه فکر ته پابند پاتې شوی او له هغو ایډیالوژيو یې ځان ساتلی چې نه د افغانستان اجتماعي او مذهبي وضعیت سره سمون خوري او نه یې هم تر اوسه د مسلمانانو په کوم وطن کې مبارزې نتیجه ده ورکړې. د دغه اخري پارګراف د لطف الله خیرخوا لیکنې سره کوم تعلق نه لري، عمومي موضوع سره تعلق لري او یادونه یې راته مهمه ښکاره شوه. دا یو ضروري او مهم وضاحت دی تر څو دا مسئله ښکاره شي ټولو ته.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمران غښتلی
غړی

حنفي صیب ښه لیکنه مو کړې، خیرخوا صیب ته دې الله اجر ورکړي، ښه لیکل کوي، خو په لیکنه کې یې سیاسي او اجتماعي اړخ کمزوری وي، او هم په کې د زمان او مکان خیال نه ساتل کیږي، که چیرې په نني عصر کې یوه موضوع له سیاسي او اجتماعي اړخه ونه څیړل شي، کوم چې د اسلام له اړخه یې هم څیړل اړین دي، هغه لیکنه په اسلامي اصولو بنا نه وي، ځکه شریعت هر وخت د ځای خیال ساتل اړین ګڼي، او همدا د شریعت غوښتنه ده، چې یو لیکونکی، شنونکی، داعي او مقرر د خپلو خبرو… نور لوستل »

پښتون
میلمه

ښه لیکنه دې کړې ده. ولی تا هم حظاګانې په دی لیکنه کې کړی ده. ۱. د شریعت سره سره باید سیاسی اړخونو او عرف هم په نظر کې ونیسو دا ښه نظر ده، ولی ستاسو مشرانو تو قابل د قبول نده او قابل د قبول وي یو بیلګه یې ووایه. که سیاسی اړخ ته زیر شو. یو هیواد چارې په مخ وړلو لپاره قوو ته ضرورت لري. دا ځکه خو په اساسي قانون کې ۳ قوې ذکر شوی ده. ټول امنتی ارګانونه د اجرائيې قوې تر چتر لاندې راځي. کله چې یوې اجرائیې قوې ته ضرورت دي، نو تاسې… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

اصیل صاحب

زما له نظره د لیکوالی سختي په همدې کې ده چې د لیکنې مطلوبې موضوع ته پکې له هر اړخه وکتل شي، کنه د هر یواړخیر شننونکي لیکوال په لیکنه باندې باید ګڼ شمېر نور لیکوالان تکمیلي لیکنې وکړي.

خدای جل جلاله دې تاسو او ښاغلي خیرخواه صاحب ته اجرونه درکړي.