امریکا ته د پنځو اسلامي هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز ولګيد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا سترې محکمې ډونالډ ټرمپ هغه امر تایید کړی چې امریکا ته پکې د پنځو اسلامي هېوادونو پر غړو د سفر بندیز لګول شوی دی.

ټرمپ په دې صادر کړي امر کې د ایران، لیبیا، سومالیا، سوریې او یمن پر وګړو بندیز لګولی چې امریکا ته نشي ورتللی.

تر دې وړاندې ابتدايي محکمو دا امر د امریکا له اساسي قانون سره خلاف بللی و، خو سترې محکمې د ټرمپ دا امر پرون تایید کړ.

د سترې محکمې مشر جان رابرټس ویلي، دا کار د مسلمانانو سره د ضد پر اساس نه دی شوی، په وینا يې ټرمپ د بهرنیانو د سفر او کډوالۍ په اړه واک لري.

د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې غړي دا د سترې محکمې تاریخي لویه ناکامي یاده کړې ده.

د دې ټولنې وکیل عمر جدوات ويلي دا په تاریخ کې د سترې محکمې یوه لویه ناکامي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا دا د امریکا د اساسي قانون او خلکو «بریا» بللې ده.

هغه په خپاره کړي بیان کې ويلي، دوی د امریکا د خوندیتوب لپاره دا ګام اوچت کړی دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

عجب درنې رسوائې راووته دا د دموکراسۍ ماده خره. فقط څو لنډ ټکی: په یوویشتمه پېړۍ کی د فضاء په عصر کی د دیموکراسی!!! په زانګو!!! کی دوباره د مغارې د عصر افکار را ژوندی شوه، البته د مغارو د اوسېدونکو شرافت ډېر عالی ؤ تر دې فضاء د تسخیرکوونکو، لږ تر لږه د مغارو اوسېدونکو مذهبی او نژادی تبعیض ته عقیده نه درلوه. داسی ښکاری چه د سکولاریزم مُریدان خپله په مرموزه توګه د خپلو مرموزو مذهبی افکارو د تبارز او ترویج او ټینګښت او خپرېدو په حال کی دی. دا ډېر ننګین وضعیت دی کله چه نړیوال او… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

ترمپ یو ډیر بیکاره له جنایت ډکه څیره ده ، د هغه زوم یهود دی او په عین حال کې دترمپ مشاور هم دی
نو دا دواړه اخلاقي میکروبونه د مسلمانانو په خلاف هر کار کوي ! محمد عمر ګدافي خو cai شهید که !
مسلمانان باید بیدار ه او ځیرک فکرونه ولري !!