افغانستان

نور او محقق له دوستم سره په ملاقات کې هغه راتګ ته هڅولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په انقره کې جنرال دوستم سره ليدلي دي.

عطامحمد نور پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی له جنرال دوستم سره د هغه پر راتګ غږېدلي او هم يې د را روانو ټاکنو په اړه بحثونه کړي دي.

محمد محقق، عطامحمد نور او د ارګ په ترکیه کې ناست لومړي مرستیال جنرال دوستم د «ایتلاف نجات افغانستان» په نوم یوه ډله هم جوړه کړې، چې د عطامحمد نور په وینا راتلونکو ټاکنو کې به ځان لا ښه ثابت کړي.

جنرال دوستم چې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د محمد اشرف غني ملګری او د ګډ حکومت له جوړولو وروسته د هغه مرستیال شو، له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې ترکیه کې اوسي.

دوستم وروسته له هغه له هېواده پښې سپکې کړي، چې د ګوند پخواني مرستیال يې احمد ایشچي پرې د جنسي ځورونې تور پورې کړي.

نږدې میاشت وړاندې د دوستم زوی باتور دوستم او د هغه د ګوند ځينو غړو وویل، چې هغه به ډېر ژر کابل ته راشي.

باتور ویلي و، پلار يې وړاندې تر دې هم راتګ ته زړه ښه کړی و، خو په ارګ کې يې ځينې کړۍ د راتګ مخالفت کوي.

جنرال دوستم، چې د نړیوال بشري حقونو کمیسیون له لوري د بشري سرغړوونکو په لیست کې قرار لري، د جنبش اسلامي په نوم ګوند هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x