ورزش

فوټبال نړیوال جام: له سختې لوبې وروسته بلاخره د میسي لوبډله دویم پړاو ته ووتله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام کې د تکړه او مشهور ستوري لیونل میسي لوبډله په ګروپي برخه کې له ستونزو سره مخ شوې وه خو بالاخره د ستونزو سربېره یې دویم پړاو ته لار وموندله.

د ارجنټاین لوبډلې تېره شپه د نایجیریا لوبډلې ته له سختې او په زړه پورې لوبې وروسته په ۲-۱ ماتې ورکړه او ناک اوټ پړاو ته ووتله، چې د فرانس پر وړاندې به په دویم پړاو کې مخ کیږي.

د نورو سیالیو په پرتله ارجنټاین لوبډلې دې مهمې سیالۍ ته ځانګړی پلان درلود، چې د لوبې په لومړي نیمایي کې يې په زړه پورې لوبه وکړه، او د مخالف لوبډلې په ګول یې څو په زړه پورې حملې وکړې.

د ارجنټاین لوبډلې مشر لیونل میسي په لومړیو دوه لوبو کې په ګول وهلو کې ناکام شوی و او پینالتي شاټ یې هم ساتل شوی و، خو په تېره لوبه کې یې لومړی په زړه پورې ګول وواهه او د نایجیریا لوبډله یې له فشار سره مخ کړه.

له دې وروسته د نایجیریا لوبډلې د میسي پر وړاندې ځانګړی پلان جوړ کړ، چې نوموړي ته به هیڅ د توپ پریښودلو چانس نه ورکوي، او همداسې وشوه چې میسي په دویم ګول وهلو بریالی نشو، خو مارکس روهو په ۸۷مه دقیقه کې د ارجنټیان لپاره دویم ګول وواهه او بریا یې خپله کړه.

د ارجنټاین لوبډلې لپاره دویم پړاو ته وتل لومړی نایجیریا لوبډلې ته ماتې ورکول وو، دویم چې د کروشیا او آیسلنډ ترمنځ سیالۍ په عین وخت کې پېل وه، باید آیسلنډ لوبډلې ماتې خوړلی وای چې همداسې وشو او ارجنټاین لوبډله دویم پړاو ته په وتلو بریالی شوه.

تر دې دمه اته لوبډلو دویم پړاو (Round 16) چې ناک اوټ مرحله ده، لار موندلې ده، له دې څخه فرانس، ارجنټاین، یوروګوای، پرتګال، اسپانیا، روسیه، کروشیا او ډنمارک دي، چې نورې اته لوبډلې به له دې وروسته دویم پړاو ته وځي.

دغه پړاو به د شنبې په ورځ ۳۰ جون پېل کیږي، چې لومړۍ لوبه د ارجنټاین او فرانس ترمنځ د شنبې په ورځ په ۶:۳۰ بجې، دویمه د یوروګوای او پرتګال ترمنځ د شنبې په ورځ په ۱۰:۳۰ بجې ترسره کیږي.

په همدې ډول په ۱ جولایي د ماښام په ۶:۳۰ بجې د اسپانیا او روسیې ترمنځ لومړۍ سیالۍ، په همدې ورځ د شپې ۱۰:۳۰ بجې د کروشیا او ډنمارک ترمنځ دویمه سیالۍ ترسره کیږي، او له دې وروسته به پاتې وتلې لوبډلې خپلې سیالۍ ترسره کوي.

په دې سیالیو کې به ګټونکې لوبډله کوارټر فاینل ته لار مومي، او ماتې خوړونکې لوبډله به له سیالیو بهر کیږي، چې کوارټر فاینل سیالۍ به په شپږم جولایي او نیمه پایلوبې به په لسم جولایي پېل کیږي، چې وروسته به د دریم مقام لپاره پلی آف سیالۍ په ۱۴م جولایي، او وروستۍ سیالۍ او پایلوبه به د جولایي میاشتې په ۱۵مه د یکشنبې په ورځ په لوژنیکي لوبغالي کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x