افغانستان

شیخ اباد کې رسنیو نړولی پل لا هم روغ ولاړ دی (ویډیو)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل – کندهار په لویه لار د شیخ اباد پل چې په طالبانو یې د نړولو تور پورې کېده، روغ رمټ دی او په محلي کچه موټر پرې تګ راتګ کوي.

تېره ورځ طالبانو یاده لار په میدان وردګو ولایت کې وتړله او له خلکو یې وغوښتل چې تر بیا اعلان پورې په دغه لاره تګ راتګ ونه کړي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې په دغه لاره په ګڼو سیمو کې جګړه روانه ده او د خلکو د خوندیتوب په مقصد یې تړلې.

د لارې د بندېدو له خبر سره جوخت راپورونه ورکړل شول چې طالبانو د میدان وردګو ولایت په شیخ اباد سیمه کې یو پل نړولی، چې له کبله یې لار د ترافیکو په مخ تړل شوې.

خو د سیمې اوسیدونکي وايي چې پل روغ رمټ دی او هیڅ زیان ورته نه دی رسیدلی. هغوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره په داسې حال کې ویډیويي عکاسي کړې چې د شیخ اباد له پله څخه د موټر په واسطه تیریږي.

د ویډیو اخیستونکی وايي: «دروغ دی، ټول پروپاګند دی، هغه یې پوستې دي، هغه یې برجونه دي، دا د شیخ اباد پل دی».

په دې څه دپاسه نیمه دقیقه يي ویډیو کې لیدل کیږي چې د پل په سر له دواړو غاړو څخه موټران تیریږي راتیریږي او د ویجاړۍ هیڅ اثار پرې نه ښکاري.

د سیمې اوسیدونکی او د خواله رسنیو فعال (عبدالکریم تائب) هم په خپلې فیسبوک پاڼه لیکلي چې شېبه وړاندې د شیخ اباد په هغه پله تیر شو چې ادعا کیده طالبانو الوزولی دی.

خو تېره ورځ د امریکا غږ اشنا راډیو او یک تلویزون د میدان وردګو د والي ویاند (عبدالرحمن منګل) په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو پل په بمونو الوزولی.

شمشاد تلویزون هم د خپلو سرچینو څخه په نقل قول په خپلې فیسبوک پاڼه د نوموړي پل الوزول تایید کړي و.

که څه هم طالبانو تر دې مخکې د عام المنفعه تاسیساتو د نړولو تورونه رد کړي، خو د پلونو، بندونو او مکتبونو نړول هغه تورونه دي چې مسئولیت یې په اسانۍ طالبانو ته راجع کیدی شي او رسنۍ یې هم په اړه دقت او پلټنې ته اړتیا نه ویني.

د تېرې جولای په میاشت کې طلوع تلویزون د دولتي چارواکو په حواله د یو ویجاړ شوي بند انځورونه خپاره کړل چې ګویا طالبانو د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې ویجاړ کړی، په داسې حال کې چې په نوموړې ولسوالۍ کې د اوبو بند اصلا شتون نه لري.

تر دې وړاندې د ۲۰۱۶ په اګست میاشت کې رسنیو د یو نړیدلي پل انځورونه خپاره کړل چې له کبله یې په طالبانو سختې نیوکې وشوې. خو څه موده وروسته جوته شوه چې نوموړی پل اربکیانو په لغمان ولایت د دې لپاره نړولی و چې سیمې ته د طالبانو د ورتګ مخه ډب کړي.

د شیخ اباد پل په اړه د ځايي خلکو تر سپیناوي وروسته د میدان وردګو ولایتي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x