ورزش

فوټبال نړیوال جام: د تېر نړیوال جام اتله لوبډله «جرمني» له سیالیو بهر شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام کې د تېر نړیوال جام اتله لوبډله جرمني له سږني نړیوال جام سیالیو څخه په ګروپي پړاو کې په شرموونکي ډول له سیالیو بهر شوه.

د سویلي کوریا او جرمني ترمنځ په ننۍ سیالۍ کې لږ تر لږه جرمني لوبډلې ته یو ګول وهل اړین وو، چې ناکامه شوه، او په مقابل کې سویلي کوریا لوبډلې د صفر په بدل کې دوه ګولونه ووهل.

دا د جرمني فوټبال په تاریخ کې لومړی ځل دی چې لوبډله یې د نړیوال جام په ګروپ پړاو کې له سیالیو بهر کیږي، او دا هم د یوې کمزورې لوبډلې په مقابل کې.

جرمني لوبډله د تېر ۲۰۱۴م نړیوال جام اتله لوبډله ده، چې په دې جام کې هم ترې ډېره تمه کېده خو په حیرانونکي ډول یې په لومړۍ سیالۍ کې مکسیکو ماتې ورکړه، دویمه سیالۍ يې د سویډن پر وړاندې په سخته وګټله او په درېیمه سیالۍ کې سویلي کوریا په ۲-۰ ماتې ورکړه.

لوبه کې تر پایه جرمني لوبډله واکمنه وه، او څو زورورې حملې یې د سویلي کوریا په ګول وکړې خو په ګول وهلو ونه توانېده چې بالاخره د سویلي کوریا لوبډلې په اضافي وخت «۹۲مه دقیقه کې» په ګول وهلو بریالی شوه.

له دې وروسته جرمني لوبډلې ته د دویم پړاو وتلو لپاره د ۲ ګولونو وهلو اړتیا وه خو ونه توانېدل، چې وروسته یې ګول ساتونکي خپل ګول خالي پریښود او لوبغاړو سره یو ځای شوه، چې د سویلي کوریا لوبډلې په ۹۶مه دقیقه کې دویم ګول وواهه او جرمني لوبډله یې له سیالیو بهر کړه، چې دا د جرمني په تاریخ کې غټ شرم دی، او له بل اړخه جرمني ته ماتې ورکول د سویلي کوریا لپاره ستر ویاړ دی.

بل خوا د سویډن لوبډله هم د جرمني د ماتې په تمه وه، چې هماغسې وشول، جرمني ماتې وخوړه او سویډن لوبډله دویم پړاو ته ووتله، ځکه چې سویډن مکسیکو ته په درې صفر کې ماتې ورکړه، سویلي کوریا د پواینټونو له لحاظه درېیم او جرمني څلورم شوه چې مکسیکو لومړی او سويډن دویم شول.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۰م نړیوال جام اتله لوبډله اسپانیا په ۲۰۱۴م نړیوال جام کې په ګروپ پړاو کې، او همدا ډول د ۲۰۰۶م نړیوال جام اتله لوبډله اټالیا په ۲۰۱۰م نړیوال جام کې په ګروپ پړاو کې بهر شوې وې، چې اوس د ۲۰۱۴م نړیوال جام اتله لوبډله جرمني په ګروپ پړاو کې له سیالیو بهر شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x