د پاکستان او عربي اماراتو ترمنځ پر لوبغالو لانجه د پاکستان په «زیان» حل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او عربي اماراتو ترڅنګ د عربي اماراتو پر لوبغالو لانجه پای ته ورسېده چې د افغانستان سربېره به پاکستان لوبډله هم د کوربه توب سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کوي.

پاکستان کرېکټ بورډ له عربي اماراتو څخه غوښتنه کړې وه تر څو نورو لوبډلو ته د عربي اماراتو په لوبغالو کې د سیالیو اجازت ورنکړي، خو اماراتو دغه غوښتنه نه وه منلې او نورو لوبډلو ته یې د سیالیو لوبولو اجازه ورکړې وه.

عربي اماراتو د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو لپاره د لوبغالو اجازه ورکړې وه، چې په دې سره پاکستان کرېکټ بورډ غوسه شوی و، او د خپل کوربه توب سیالۍ لپاره یې د ځای بدلولو خبرداری ورکړی و.

عربي اماراتو د پاکستان کرېکټ بورډ خبرداری په نظر کې ونه نیو، او افغانستان پریمیئر لیګ ته یې د سیالیو لوبولو اجازه ورکړه، خو پاکستان کرېکټ بورډ ته د بل ځای انتخاب د خپل کرېکټ زوال بریښیده، چې یو ځل بیا یې عربي اماراتو سره د مذاکراتو له لارې خبرې پای ته ورسولې.

اوس به د افغانستان پریمیئر لیګ سربېره پاکستان کرېکټ بورډ د خپل کوربه توب سیالۍ او پاکستان سوپر لیګ به د عربي اماراتو په لوبغالو کې ترسره کوي، چې اټکل کیږي د پاکستان لوبډله له سخت مالي زیان سره مخ شي.

عربي اماراتو پاکستان ته په واضح الفاظو خط استولی و چې دوی د افغانستان پریمیئر لیګ سیالیو بشپړ ملاتړ کوي، او د اکتوبر میاشتې پنځمې نېټې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې به ددغو سیالیو کوربه توب کوي.

خو له بل اړخه پاکستان کرېکټ بورډ به له مالي پلوه له ستر تاوان سره مخ شي، چې د روان کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان پریمیئر لیګ ترڅنګ به پاکستان لوبډله د استرالیا کوربه توب کوي، چې شونې ده له سخت مالي تاوان سره مخ شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ چارواکي وایي چې دوی نه غواړي افغانستان پریمیئر لیګ دې ددوی یو ورځنۍ او شل اوریزو سیالیو سره په ټکر کې راشي، خو که چیرې له ټیسټ سیالیو سره په ټکر کې راځي ددوی لپاره کومه ستره ستونزه نه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د