په نهاره د هوږې او شاتو یوځای استعمال مو په بدن کې ژور بدلون راولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د روغتیا پوهان وايي چې که تاسې غواړئ له هوږې څخه پوره ګټه پورته کړئ نو ددې سم استعمال وکړئ، ځکه چې په سم استعمال به یې په دې کې موجودو موادو څخه ګټه پورته کړلای شئ.

لکه څرنګه چې شهد او هوږه دواړه طبیعي خواړه دي، او هیڅ یو یې له ګټو خالي نه دي، نو ددې دواړو یو ځای استعمال مو بدن کې ژور بدلون راولي، چې ورسره مو د بدن انرژي پوره کیږي او نورې ټولې کمزورئ له منځه ځي.

شات او هوږه

که تاسې څو پلیه هوږه په شاتو کې ګډه کړئ او بیا یې لږ تر لږه د اوه ورځو لپاره سهار کې په نهاره خیټه وخورئ، بدن به مو له هر ډوله کمزورئ وژغورل شي.

ددې په استعمال سره بدن کې حیرانونکی بدلون او د کولیسترول په کچه کې کمي راځي، د سرطان جوړولو باکتریاوې ختموي او سربېره پر دې یو شمېر انفکشنونه له منځه وړي.

هوږه د ویټامن B6 او ویټامن C سربېره وسپنه، کلسیم، مګنیزم، فایبر، زنک/جست او داسې نور په زړه پورې مواد لري چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.

د زکام په مخنیوي کې د هوږې استعمال

نیم پیاز به راواخلئ چې میده شوی وي، بیا پنځه ټوکړې هوږه چې ټکل/میده شوې وي، دوه دانې سور مرچک چې ټکل شوی وي، ټکل شوی ادرک یوه کاشوغه، د لیمو شربت یوه کاشوغه او یو اندازه د مڼې سرکه.

دغه هر څه به په نیم لیتر اوبو کې ګډ کړئ، بیا یې د خاورې کنډولي/جام کې واچوئ، له پاسه پرې دومره د مڼې سرکه واچوئ چې کنډولي کې دوه سانتي میتره ځای پاتې شي، او بیا یې وڅښئ.

دغه څښاک د ستونې خرابولي، زکام او ټوخي په مخنیوي کې په زړه پورې مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د