سامسنګ «نوټ 9» له اته جي بي ریم او څلور زره ملي امپایره بیترۍ سره وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ ګلیکسي نوټ سیریز نوی ځیرک مبایل (نوټ ۹) له قوي بیترۍ او ریم سره میاشت وروسته مخکتنې ته وړاندې کیږي

د سامسنګ شرکت فلیګ شپ ځېرک مبایل «ګلیکسي نوټ ۹» به د اګست د میاشتې په نهمه د امریکا په نیویارک ښار کې مخکتنې ته وړاندې شي.

د سامسنګ شرکت دغه نوی ځېرک مبایل به د یادې کمپنۍ تر ټولو غټ سکرین یا ډسپلۍ دلودونکې مبایل وي، چې ډیسپلی یا سکرین به یې ۶.۳ انچه وي.

پر دې سربېره ۸۴۵ کوالکوم سنیپ ډراګون پیاوړی پراسیسر، ري ډیزاین ورچول اسستنت او د لومړي ځل لپاره به ۵۱۲ جي بي حافظه ولري. همدا راز دوه، خو تر پخوانیو قوي کامرې به ولري.

سامسنګ دا ځل شاتنۍ کامره او د ګوتې لګولو سکینر «فنګرفرنټ» ځای ته تغیر ورکړی څو په مبایل کې ۴۰۰۰ امپایره بیټرۍ ته کافي ځای وموندل شي. دا به لومړی ځل وي چې سامسنګ دومره پیاوړې بیترۍ درلودونکی مبایل بازار ته وړاندې کوي.

همدا راز دا به لومړنی سامسنګ مبایل وي چې اته جي بي ریم به ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د