fbpx

له کورونو د ښځو تیښته،د دموکراسۍ یو بل ارمغان

أبوعابد

په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې له کورونو څخه د ښځو خصوصا د پيغلو د فرار پیښې خورا زیاتې شوي دي. د سولې او جګړې په اړه د راپور ورکولو د نړیوالې ادارې لخوا یوه ترسره شوي څیړنه ښيي چې د روان کال یوازې په لومړنیو پنځو میاشتو کې د پنجشیر ولایت کې له کوره د ښځو د تیښتې ۲۱ پیښې په ځایي ادارو کې ثبت شوي دي.

یاد راپور وایي چې د دا وړ پیښو تعداد به ځکه تر دې زیات وي چې زیاتره خلک د شرم او پیغور له ډاره دغسې واقعې رسنیو او حکومتي ادارو ته نه افشاء کوي، بلکې د پټ جوړجاړي په توسط یي حل کوي.یاد راپور وایي چې په تیر یوه کال کې په چاریکار، کاپیسا، لوګر، پنجشیر او میدان وردګ ولایاتو  کې د دغسې پیښو شمیر ۱۰۸ ته رسیږي، خوا دا هم یوازې هغه پیښې دي چې په حکومتي ادارو کې ثبت شوي دي.

په داسې حال کې چي له کوره د ښځو فرار پخوا په افغانستان  کې یوه ناآشنا پدیده وه او په ډیرو کلونو کې به په شاذ او نادر ډول دغسې واقعه رامنځته کیدله. خو په وروستیو کلونو کې چې په هیواد د دموکراسۍ په نوم غرب مزاجه حکومت واکمن دی او د ټیلویزیونونو، رادیوګانو او نورو رسنیو له لارې پرلپسې د هیواد ځوانان او پيغلې بې لارۍ ته هڅوي نو د نورو اخلاقي فسادونو تر څنګ یې یوه پایله دا راوتلې چې له کورونو د ښځو د فرار واقعات زیات شوي دي.

غربي میډیا چې سم نیمایي تبلیغات یي د ښځو د ناروا ازادۍ او اختلاط په موضوع راټول دي او شپه ورځ همدا سُرڼی غږوي. په وروستیو کلونو کې ځینو ټیلویزوني شبکې پرلپسې داسې سریالونه خپروي چې په مټ یې ښځو ته له کوره د تيښتې، عشقبازۍ او فحاشۍ چلونه ورښودل کیږي.

د غرب میډیا او د دموکراسۍ مبلغین هڅه کوي چې د افغان اولس دیني، ملي کلتوري شیرازه ونړوي. سپک او پیغور آمیزه کارونه ورته پرمختګ او آزادي معرفي کړي او په دې ډول نوی نسل له خپلو ارزښتونو څخه پردی کړي. د همدې لپاره زموږ سپک او بي حیاء دښمن مختلفې توطیې په کار اچولي دي. په راډیو او تيلویزیون کې د ښځو او ځوانانو د بې لارۍ لپاره شپه ورځ عاشقانه او سپک سریالونه خپروي. دغه رز دا خبره بیا بیا تبلیغوي چې له کوره د ښځو فرار جرم نه دی. په ضمن کې یې د خانه امن په نوم په اکثرو ښارونو کې مراکز جوړ کړي دي تر څو ښځې د خپل کورني حریم ماتولو ته وهڅوي او د خانه امن په نوم د بې لارۍ مراکزو ته یې جلب کړي.

څرنګه چې په افغاني ټولنه کې له کوره د ښځو تیښته یو تلپاتې پیغور بلل کیږي او حتی کله ناکله د قتل او بدۍ غوندې نورو نارواوو ته مخه خلاصوي. دا د هر دردمند او متعهد مسلمان افغان وظیفه ده چې د غربي دښمنانو د دغسې سپکو او فساد خپروونکو اقداماتو په وړاندې مبارزه وکړي.

د دغسې بوږنوونکو پیښو د مخنیوي لاره دا ده چې له هر څه وړاندې د فحشاء خپروونکو رسنیو مخه ونیول شي. دغه راز د خانه امن او د ښځو د بې لارۍ لپاره د جوړو شویو انجیوګانو، مدني ټولنو او نورو بې لاري کوونکو ډلو د فعالیت مخنیوی وشي. د کور مشران مکلف دي چې خپل نوي ځوانان او پیغلې له بیلاري کوونکو ټیلویزوني او رادیویي خپرونو څخه لرې وساتي. او که څوک غواړي چې دغه او دې ته ورته نورې بدبختۍ له هیواده ورکې شي نو باید چې د اشغالګرو او د هغوی د ملګرو په خلاف په ټوپک، لاس، ژبه او قلم سره مبارزه وکړي. ځکه اشغالګر او د هغوی غرب فکره ملګري غواړي چې زموږ دروند فرهنګ هم د آزادۍ او دموکراسۍ تر نوم لاندې سپک کړي او ټولنه مو د غربي هیوادونو په شان د عریانۍ او فحاشۍ په میکروب ولړي.

د عریانۍ او غربي فرهنګ له اغیزو د پاک افغانستان په هیله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د