افغانستان

د کورنیو چارو وزارت د قومندان عزیز الله کاروان وژنه تایید کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزارت تاييد کړه چې عزيزالله کاروان نن د کابل په دريم مکرويانو کې د نامعلوه وسله والو لخوا ووژل شو. قومندان عزیزالله په فردوسي پارک کې له خپلې کورنۍ سره ماښام په تفريح بوخت وو چې وسله والو پرې بريد وکړ. تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو چې يو نفر د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې په پايله کې وژل شوی. طالبانو د قومندان عزيزالله د وژنې پړه پرغاړه اخيستې. مخکې له دې چې حکومتي چارواکي د دغې پېښې تاييد وکړي، لومړی طالب سرچينو د عزيزالله د ترور راپور ورکړی و.

عزيزالله کاروان په لويه پکتيا سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د صفر يو قطعې قومندان او په دولت پلوه امنيتي چارواکو کې تر ټولو نوموتی او بانفوذه شخص و. هغه د طالب جنګياليو پر ضد له ډول ډل ظالمانه تکتيکونو په کارولو پېژندل شوی و.

حکومتي چارواکو د هغه وژنه د امنيتي سکتور لپاره غټه ضايعه ګڼلې ده. د يادونې وړ ده چې نوموړی قومندان د بشري حقونو د نړيوالو سازمانونو لخوا د بشري حقونو پر جدي سرغړونه تورن وو.

قومندان عزیز الله

قومندان عزیز الله په ۱۹۸۰ کې د پکتیکا په ارګون کې زیږیدلی. په قوم تاجک او په ۲۰۱۴ کې په ارګون کې د اربکیانو مشر وټاکل شو.

د ملګرو ملتونو راپورونه چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ کې تیار شوي، عزیز الله یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی. بشري حقونو د څار اداره وايي چې عزیز الله په عملیاتو کې غلاوې کولې، ماشومان یې نیول او شکنجه کول او په عملیاتو کې یې قصدا د ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل.

د عزیز الله جنایتونو له منځه بشري حقوقو د څار ادارې لیکلي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نظام خیل سیمه کې ۹ بې ګنا خلک ونیول چې ۳ یې ماشومان و او عمرونه یې له ۶ تر ۱۰ کلونو پورې وو. عزیز الله دغه ټول بې ګناه کسان ووژل.

همدا راز يې د برمل ولسوالۍ په جنوب کې ۳ ملکي وکړي د طالبانو په تور ونیول او د نومبر په ۳۰مه (۲۰۰۹ز) کال یې ووژل.

راپور وايي چې د قومندان عزیر الله ملګرو په ۲۰۰۹ سپټمبر/اکتوبر کې په برمل ولسوالۍ ۳ کسان احمد ګل، ورور یې عمر خان او یو بل تن چې په پټیو کې یې دهقاني کوله، ووژل.

عزیز الله نه یواځې د دغو کسانو په وژنه اکتفا ونه کړه بلکې مړي یې په موټر پسې وتړل او د یادې ولسوالۍ مارګ منډيي بازار پورې کش کړل. همدا راز یې اته ورځې کورنیو ته ورنه ورکړل تر هغې چې د مړو جسدونه نور خرابېدل پیل کړل نو دوی بیا جسدونه کورنیو ته وسپارل.

ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې عزیز الله خپلسري نیول، پر هغوی ظلم کول، خپلسري وژنې او محاکمې او ماشومان یې په زور د عسکرو په لیکو کې اچول.

عزیز الله په ۲۰۱۲ جون کې یوازې له یوې کورنۍ څخه په عملیاتو کې نېږدې ۲ میلیونه افغانیو په اندازه پیسې او سره زر غلا کړي وو. وروسته یې د دغې کورنۍ غړي بندیان کړي وو او له ۳۳ ورځو وروسته يې د ۲۵زره کلدارو په بدل کې خوشې کړل.

بشري حقونو د څار ادارې نور هم دې ته ورته د خلکو مرکې په خپل راپور کې یادې کړي چې عزیز الله بې ګناه ملکي وګړي نیول، زندان ته یې اچول او وروسته یې د پیسو بدل کې خوشې کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

ډیر د الله فضل دی چې دا فاسد یې مردار که ،خو زما یو ارمان دی چې ډير ژر به مردار شوی وي که زما په
لاس راغلی وی په امبور مې غوښې ترې پرې کولې تر څو چې مردار شوی وی ! دهغوی لاسونه له ۸۰۰۰
کیلومتره واټنه لرې ښکلومه کومو چې دا فاسد جهنم ته ولیګه ! دې فاسد داسې کارونه کړي چې هغه په
جنایت کې یو نوی تاریخ لري ! ددې فاسد کورنۍ هم باید کلکه جزا وویني تر څو چې بیا څوک وي داسې
نمکحرامي او ظلم ونکړي !!

سوله ،اوربند

پتنګ صاحب.ته په غوجل کی توره پړکوی،ستا غړی(عضلی )د سوسیال دی ،بل دا چه ورستی او زاړی دی،دومره قوت ور په کی نشته، چه توره په وکړی.ماشومانو،کورنی یی څه ګناه ده چه ته سزا ورکوی؟ته سر د پیاز او که بیخ د پیاز؟

pattang

چېټي لګیا یې هر څوک سو سیال ندي ، هغوی سوسیال دي چې اول یې افغانستان مردار که خپل کمونیزم ، سوسیالیزم ته وفاداره پاتې نشول د پروني دوښمن نن پښې څټي !! تف لانت په داسې فاسدینو !! ګوره ځوانه چې څوک نه پیژنې ، چېټی اتریبوت مه ورکوه ، ځکه چې په ناپوهي د دلالت کوي !! خو ملامت نه یاست امکان لري چې یا ډير زهري شوی یې او یا د سې ای اې دالرو او هندي فلمونو ګنګس کړی یې او خو شې اپلتې وایې ! دې فاسد دمذدور دولت او فاسدینو ویاړ دومره کورنۍ خراپې… نور لوستل »

اجمل پښتین

الحمدلله چې د دې ظالم له شر څخه نور ګران هیواد وال خلاص شول

غلام حضرت

زه خپله د یو انسان د وژنی څخه سخته کرکه لرم، کاشکی موږ دې حالت ته نه وای رسېدلی چه د خپل موجودیت تثبیت د بل په نیستۍ کی ولټوو امّا دا مقتول که رشتیا هم دومره ظالم ؤ او په عین حال کی بریتونه ئې هم ټول خپل وه نو هیله ده چه وژل ئې یو ظالمانه عمل نه بلکه یو قصاص وګڼل شی.

غوربندي

دداسې جنایتکارانو لیرې کول د سولې راتګ ته هیله مندي زیاتوي، په دې هیله چې ښاغلی اشرف غني به د دا ډول انسان وژونکو په لیرې کولو کې له طالبانو سره همکاری ته ادامه ورکړي.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x