عزیز الله کاروان څوک و او ولې ووژل شو؟؟

حبیب مجاهد

د روان کال د جون میاشتې په ۲۷ مه ماښام ناوخته رسنیو راپور ورکړ چې په پکتیکا ولایت کې د امریکایانو تر ټولو ستر جاسوس او اجیر جګړه مار عزیز الله کاروان د کابل ښار د مکروریانو ساحې ته نږدې وژل شوی دی. دغه خبر که څه هم رسنیو ډیر انعکاس ورنکړ خو په واقعیت کې د مجاهدینو لخوا د پیل شویو الخندق عملیاتو له مهمو لاسته راوړنو څخه شمیرل کیږي.

قومندان عزیز الله چې په عزیز الله کاروان یي هم شهرت درلود، د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د کلاخیلو د سیمو اوسیدونکی و. اوولس کاله وړاندې چې امریکایانو په افغانستان یرغل کاوه، عزیز الله شل کلن ځوان و او له پکتیکا تر کابله یي ټکسي چلوله. د امریکایانو له راتګ وروسته چې په ټولو سیمو کې یو ځل بیا پخوانیو ټوپکیانو سرونه راپورته کړل او له امریکایانو سره یې د ډالري معاشونو په مقابل کې کرایي عسکري خدمت پیل کړ. له دې جملې یو هم په پکتیکا کې قومندان زکیم خان و چې په اورګون،برمل او شاوخوا سیمو کې یې د امریکایانو په مرستیو یوه محلي ملیشه جوړه کړه.

عزیز الله کاروان چې دغه وخت شل کلن و لومړی یي له قومندان زکیم خان سره ځان ملګری کړی او د شکین په امریکایي کمپاین کې یې د امریکایانوتر مستقیمي قومندې لاندې د مجاهدینو، طالبانو او متدینو افغانانو په خلاف عملیاتو کې برخه اخیسته. په دې مهال چې په پکتیکا کې لومړني جهادي عملیات پیلیدونکي وو، زکیم خان او عزیز الله د امریکایانو تر ټولو وفادار ګوډاګیان یادیدل چې د عام اولس د کورونو په تلاشیو، د بې ګناه خلکو نیولو، شکنجه کولو او وژلو کې یې برخه اخیسته. دوی ډیر عام افغانان د طالب او القاعده په نوم امریکایانو ته په لاس ورکړل چې له جملې یې یو شمیر د ګوانتانامو زندان ته هم ولیږل شول.

عزیز الله چې په بې رحمۍ، قساوت او امریکایانو ته په تابعدارۍ کې یې نوم درلود، د امریکایي مشرانو توجه یي جلب کړه نو ځکه یي نوموړی د ځانګړو جنګي تعلیماتو لپاره انتخاب کړ او وروسته یې د قطعه خاص په نوم د یوې داسې جنګي قطعې مشري وروسپارله چې اکمال او هوایي ملاتړ یي امریکایانو کاوه خو په جګړه کې مستقیمه ونډه د عزیز الله تر مشرۍ لاندې ځایي ټوپکیانو اخیسته.

له هماغه وخت نه د امریکایانو په مخامخ ملاتړ په پکتیکا کې د عزیز الله د نفوذ پراخولو او شهرت لړۍ پیل شوه. د برمل، اورګون، خیرکوټ، زیړوک، شکین او شاوخوا نورو سیمو کې د نوموړي تر مشرۍ لاندې سلګونه ټوپکیان ځای په ځای شول. دوی ته بې شمیره واکونه او د هر وړ اعمالو د ترسره کولو اجازه ورکړل شوه چې په دې ډول عزیز الله د یوه خونخوار او بې رحمه جګړه مار په حیث د پکتیکا په څو ولسوالیو مسلط شو.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې عزیز الله کاروان او ملیشې یي په پکتیکا ولایت کې اصلي حکومتي ځواک بلل کیده. دوی مستقیما له سي آی اې سره تړاو درلود. په ۲۰۱۱ میلادي کال کې عزیز الله د محلي پولیسو یا اربکیانو د مشر په حیث وټاکل شو. د نوموړي لخوا د پکتیکا په اکثرو ولسوالیو کې اربکیان رامنځته شول چې په ځینو سیمو کې تراوسه هم فعالیت لري. په دې وروستیو کې چې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د صفر یک په نوم د پولیسو ځانګړي کومانډویي قطعه جوړه شوې په پکتیکا کې یې مشري عزیز الله کاروان ته سپارل شوې وه. نوموړي نه یوازې په پکتیکا بلکې د څنګلورو پکتیا  او غزني ولایاتو کې هم په یو شمیر عملیاتو کې برخه درلوده او لاهم په جنوب ختیځ افغانستان کې د دښمن د تر ټولو مطرح او ظالم قومندان په حیث یې خپلې وظیفې ته دوام ورکاوه.

عزیز الله د جنګي مجرم په حیث

عزیز الله کاروان د جنرال عبدالرازق، حکیم شجاعي او نورو بې رحمه قاتلانو په شان یو له هغو کسانو څخه و چې د امریکایانو د دفاع لپاره یې له خپلو هیوادوالو سره له هیڅ راز ظلم او قساوت څخه انکار نه کاوه. نوموړي عادت درلود چې په کومه جګړه کې به یې مجاهدین شهیدان کړل، نو یا به یې تر خپل مرکز پورې په ټانګونو پورې تړلي کشول او یا به یې د موټرو په بانټ باندې اچولي وو تر څو یې خلک ننداره وکړي.

په دې سربیره نوموړی د تلاشۍ په مهال د خلکو د پیسو او قیمتي توکو په غلاکولو هم مشهور و، د نوموړي جنګیالي اکثره په نشه یي توکو روږدي، بدکاره او بد اخلاقه ټوپکیان وو چې د سړیتوب او مسلمانۍ هیڅ معیار او حد ته یې التزام نه درلود.

د عزیز الله د ظلم او جنګي جنایاتو خبره دومره مشوره شوه چې د بشري حقوقو د څار ادارې هیومن رائټس واچ په ۲۰۱۵ م کال د مارچ میاشت کې د افغانستان په اړه په خپل راپور کې نوموړی یو له سترو جنګي مجرمینو څخه وباله چې په ډیره بي رحمۍ بې ګناه خلک وژني.

د بشري حقونو د څار ادارې دغه راپور د ۱۲۵ مرکو پر اساس لیکل شوی چې په ۲۰۱۲ز کال کې د قربانیانو له  کورنیو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو، قومي مشرانو، ژورنالیستانو، مدني فعالانو، ملګرو ملتونو چارواکو او له افغان او نړیوالو ځواکونو سره شوي.

په دې راپور کې د عطاء محمد نور، قومندان رازق، اسدالله خالد، حکیم شجاعي  او قومندان میر عالم تر څنګ عزیز الله هم د بشري حقونو په نقض پړ بلل شوی دی. بشري حقونو د څار اداره وايي چې عزیز الله په عملیاتو کې غلاوې کولې، ماشومان یې نیول او شکنجه کول او په عملیاتو کې یې قصدا د ماشومانو په شمول ملکي وګړي وژل.

د عزیز الله جنایتونو له منځه بشري حقوقو د څار ادارې لیکلي چې په ۲۰۰۹ز کال کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په نظام خیل سیمه کې ۹ بې ګنا خلک ونیول چې ۳ یې ماشومان و او عمرونه یې له ۶ تر ۱۰ کلونو پورې وو. عزیز الله دغه ټول بې ګناه کسان ووژل.

همدا راز يې د برمل ولسوالۍ په جنوب کې ۳ ملکي وکړي د طالبانو په تور ونیول او د نومبر په ۳۰مه (۲۰۰۹ز) کال یې ووژل.راپور زیاتوي چې د قومندان عزیر الله ملګرو په ۲۰۰۹ سپټمبر/اکتوبر کې په برمل ولسوالۍ ۳ کسان احمد ګل، ورور یې عمر خان او یو بل تن چې په پټیو کې یې دهقاني کوله، ووژل.

عزیز الله نه یواځې د دغو کسانو په وژنه اکتفا ونه کړه بلکې مړي یې په موټر پسې وتړل او د یادې ولسوالۍ مارګ منډيي بازار پورې کش کړل. همدا راز یې اته ورځې کورنیو ته ورنه ورکړل تر هغې چې د مړو جسدونه نور خرابېدل پیل کړل نو دوی بیا جسدونه کورنیو ته وسپارل.

ملګرو ملتونو داسې راپورونه هم ترلاسه کړي چې عزیز الله خپلسري نیول، پر هغوی ظلم کول، خپلسري وژنې او محاکمې او ماشومان یې په زور د عسکرو په لیکو کې اچول. راپور زیاتوي عزیز الله په ۲۰۱۲ جون کې یوازې له یوې کورنۍ څخه په عملیاتو کې نېږدې ۲ میلیونه افغانیو په اندازه پیسې او سره زر غلا کړي وو. وروسته یې د دغې کورنۍ غړي بندیان کړي وو او له ۳۳ ورځو وروسته يې د ۲۵زره کلدارو په بدل کې خوشې کړل.

بشري حقونو د څار ادارې نور هم دې ته ورته د خلکو مرکې په خپل راپور کې یادې کړي چې عزیز الله بې ګناه ملکي وګړي نیول، زندان ته یې اچول او وروسته یې د پیسو بدل کې خوشې کول.

عزیز الله کاروان د دغو جنایاتو په مقابل کې له خپلو بادارانو ( امریکایانو) څخه ډیرې پیسې هم ترلاسه کولې، نوموړي په اورګون کې په پراخه سیمه ځانګړی دربار جوړ کړی و چې یو مجلل قصر، باغ، جیم  او د هوسرانۍ ځایونه یې په کې ودان کړي وو. نوموړي په کابل کې هم کور او ملکیتونه درلودل او ډیر ځله به د استراحت لپاره کابل ته تلو.

عزیز الله چې د اسلامي امارت د مجاهدینو له سترو اهدافو څخه و، تر دې وړاندې ۷ ځله په بیلابیلو چاودنو او بریدونو کې ټپي شوی و. خو د جون میاشتې په ۲۷ نیټه کله چې د کابل ښار د دریم مکروریان په سیمه کې د فردوسي پارک دننه له خپلو ملګرو سره په تفریح بوخت و، د اسلامي امارت چریکي مجاهدینو په مخامخ ډزو په نښه کړ او ځای په ځای یې د خپلو اعمالو په سزا ورساوه.

د کابل په زړه کې دغه چریکي برید دومره دقیق پلان شوی و. چې تر ډیرو پورې حکومتي چارواکي ترې خبر هم نه شول او ځینو رسنیو د دولتي چارواکو له خولې خبر ورکړ چې په پارک کې دننه د دوو کورنیو تر منځي جنجال شوی دی. تر دې چې تر ټولو لومړی د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد صاحب رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ومنله چې برید مجاهدینو کړی او د صفر یک قطعې قومندان عزیز الله یي وژلی دی.

د قومندان عزیز الله له منځه تګ که له یوې خوا د امریکا غلامانو ته واضح د خطر زنګ دی او هغوی په دې پوهوي چې د مظلوم ملت له محاکمې او حسابه ځان نه شي ژغورلی، له بلې خوا یوه ستره جهادي بریا هم ده ځکه په جنوب ختیځ افغانستان او لویه پکتیا کې نوموړی د اشغالګرو تر ټولو اساسي مهره وه چې له منځه لاړه او په دې سره  به جهادي وضعیت نور هم ښه شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د