سوله او که د شیطان تلکه

asadullah razeen

لیکوال: اسد الله رزین

اسدالله رزین

سوله خیر ده ، سوله ارزښت ده، سوله ژوند او د ژوند د ادامئ یوازنی لار ده . سوله د انسانیت لازمه ده چې جهالت یی نه منې. سوله اسلام او د قرآنکریم فرمان دی. سوله د رسول کریم (ص) پیغام او د کړنو سیمه ده، سوله چا نه پیژندله ، هغوی(ص) انسان ور سره بلد کړ. سوله د هغوی(ص) له مبارکې خولې را ووتله، سوله د هغوی (ص)ژوند او د ژوند هیله وه. په سوله کې د اوسیدو ویاړ یوازي هغوی(ص)ته منسوب کیدای سي. هغه (ص) د سولې ژوندۍ بیلګه وو، په هغوی(ص) انسان ګران وو چې سوله یی ور ته خوښه وله. سوله نیکمرغې ده ، سوله سکون ده ، سوله آزادي ده. سوله زموږ فرهنګ ده ، سوله تیر ایستنه نه ده ، سوله رحماني عمل ده شیطاني لښکري یی نه پیژني ، نه یی مني او نه یی را ولي.

په دموکراسي کې د سولې ځای خالي پاته دی. په دموکراسي کې زر او زور چلیږي.

په سوله کې واک ، اختیار، هوډ او صداقت بنسټونه دي. سوله د خپل مزاج مطابق تر کاسه لاندي نیم کاسه نه پیژني، هغه چې د غربي فرهنګ برخه او د بی وفایی کره ثبوت دی. د سولې په مفهوم سوله د دوی نه ده په یاد.

او بی وا که سوله خامخا یا نا پوهي ده او یا دسیسه.

په کار ده چې سولې ته د سولې د اصالت او ارزښت له دربچې ور وکتل سي، سوله وپیژندله سي. او تر سولې له مخه د سولې په لاره کې پراته خنډونه ، ځنډونه او پاټکونه لري سي. ترڅو د باور جوړولو لپاره چې د سولې لومړی او اړین ګام دی شالید تیار او د مخ ته تللو لاره پرانستله سي.

د سولې سباؤن مخ را لوڅ کړي، مړاوي هیلې یی په ټوکیدو اوتنده یی په ماتیدو سي، د سولې په لاره کې ستړې او له اوښکو ډکې سترګې د سولې د یقین په وږمو سړې سي. او زړونه یی هم ومني چې سوله د الفاظو جمع او خرڅ نه بلکې د سولې د حقیقت په بڼه کې مطرح او هسې د ستوني پړسولو او آواز ډډه ولو ډرامه نه ده.

سوله یو لوی باب او د انسانیت د خیر او شر دعوه ده، سوله عبادت دی، سوله د څو الفاظو او احساساتو مظاهره او مسخره نه ده . سوله د ولس د ارادو ، حال او مستقبل ستونزمنه پریکړه او د هرچا د وس خبره نه ده.

سوله د لاریون او پرلت مسئله نه ده ، سوله د سولې په نامه د غلامي د اوږدیدو کاروانونه نه سي را وستلی، سوله د خپلواکې ارادې او عقیدې احسان مني او تحقق مومي. د بل په اشاره ، د بل په قومانده او د بل د ګټو لپاره سوله بیخې شته نه.

سوله تقوا ده ، تقدس ده. او زموږ سوله د ډول (ډهل) او سرني سوله نه ده.

یوازي هغه څوک چې سوله نه مني ، په سپکه ورته ګوري ، نو بیا غربي ککړ فرهنګ ته پناه وروړي اوهرکلی یی کوي.

که رښتیا سوله غوښتنه ، د ولس آواز او آرمان نوموی ، نو بیا خو دا ډیره د خوند خبره لوړه پیرزوینه، او ورته په کار ده چې د واک اساسي عنصر در خپل او په اړه یی له ولس او د ولس د رښتینو او په ډګر کې استازو ، نه (شوروایی استازو) ډاډ تر لاسه کړی ترڅو که خدای کړي وو چۍ سولې ته مو لاس ور ورسید. او په لوریدنو کې یی د آرام سا کښلو وړ سوو.

او که هغه څوک لا غوښه را ویشې چې زموږ سولې ته یی مینونه ایښي دي، د دار تختې ته یی خیژولې ده، په ټانګ ، څرخکو او له لري ، لري سمندرویی په راکټو ویشتلې ده ، ګران فغانستان یی را هدیره ، هدیره کړی دی. د خپل کور په پیدا کولو پسي لا ستړئ ، او د اپاچې او بلیک هاکس تر بریدونو لاندي شپې او روځې تیروو، نو بیا خو بنسټیزه مسئله د اشغال پای ته رسول دي، نه سوله. چې د انساني تفکر، نړیوال ضمیر او د ستور په حکم تر هرڅه له مخه بی له کوم قید او شرطه او په لنډه موده کې د اشغال جنازه پورته سي. اشغالګر زموږ له کور او کلي مخ پرته کړي. او موږ پخپلو کنډوالو کې خپل کورونه ولټووو.

موږ د استعمار له اعماره تیر یو ، ښکیلاک که میړه یی خپل تورپوستي دی اعمار کړي.

له ښکیلاک سره زموږ د ناستي مطلب دا نه ده چې د سولې زارۍ ورته کوو، او یا یی پشې ور کشیکاږو.

موږ ښکیلاک ته د مرحوم سید جمال الدین افغان هغه خبره ور په یاد کوو چې: موږ آزادي غواړو نه بلکې آزادي اخلو.

موږ له ښکیلاک سره نه د سولې خبره لرو او نه د سولې اړتیا.

موږ ښکیلاک ته وایو چې: وځه! پښې سپکې کړه! کنه وو ټوټه ، ټوټه کوو دي!

بس ده ډیر راسره پاته سوي ، وخت دی را ضائع کړ، او زموږ په فرهنګ کې ښکیلاک ته د دومره اوږدې مودې لپاره د پاته کیدو فرصت کله هم نه وو ورکړل سوی.

او که د سولې دعوه هسې په تورو کې او ددی لپاره دعوه وې . چې هغه څه په لاس راوړي چې په زور یی ونه سوای کړای . سره ومو شندي ، د تیارسی لیکې مو را ګډې وډې کړي، د تکبیر نارې مو په ستوني کې را خپه کړي، او دا کفن پوښ ، مسلح ستاسي او ستاسي د بادارانو شندلو او نیم ځانه کولو ته چمتو لوی، پیاوړی او یو موټي ولس له لاسه سلا واخلی او درته به ګانډو سي، نو دا ، خوبیا سوله نه ده ، چل ده او دسیسه ده.

په داسي حال کې چې مکر او مکار پیژندنه زموږ ځانګړنه. او په تیره بیا د مسیحي او یهودي صهیونیزم په هکله زموږ په سینو او کتابچو کې د ترخو تجربو اوږده ، اوږده داستانونه لیکلي او د ګډیدو نه دي.

موږ چې د دیني او ملي نوامیسو په ساتنه ، پالنه او دره ناوي نومیالي یو له زماني نه اغیزمن کیږو، زور یی نه را باندي رسیږي، ګوته نه سي راته نیولی او جبر یی هم نه منو. ځکه د خدای رحمت دی تر ډیره بریده لکه خپل ماخذ ثابت او د تل پاته کیدو وینه را پکې سته .

طالبانو د کوچني اختر په دریو روځو کې د خپل یو والي، له خپل ولس سره د پیوستون او د سولې له مستحق لورې سره د سولې دارنګه په واک کې ، زړوره او کړنیزه مظاهره وکړه چې د تاریخ نه وه په یاد.

بیله دی چې د چا خیال وساتي ، ټول خطرونه یی ومنل او د سولې له ډیوې سره د ښکیلاک ځالوته ور ننوتل، د ښکیلاک منتر یی منتر ثابت کړ، د شیشکو آوازه یی له پوښو را وایستله ، د قیصر دربار ته د ور ننوتلو یاد یی تازه کړ، دوست او دښمن دواړو د لندارې او هک پک کیدو ګوتې په غاښ نیولې وې چې : د سولې پاک زړه یی ور ښکاره او د محبت او ورور ګیلوي غیږې ته یی را وبلل.

اوس نو د یاد لوري دنده او ذمه وارې ده. او نور باید ځان خبر کړي چې سوله چا له منځه وړې، سوله څوک سولې ته نه پریږدې . او د سولې ټغر چا د غم په ټغر بدل کړی دی.

یادو حقیقتونو ته په کتو سره په کار او وړ ده چې ښکیلاک چغه کړئ ، په لوټو او ډبرو یی وولئ او د ګران هیواد له پاکه حریمه لرې یی په سمندر کې سمندري ژویو ته ور وا چوئ.

دوی غواړي سوله ، سوله نه بلکې د شیطان تلکه ده . بیا پکې له تپیدو ځانونه وژغورئ، د مبارزې لار ور سره غوره کړئ، د کمزوري احساس مه در پریږدئ. یوازي نه یاست ، د مینې پرانیستي غیږې ته را اوچت سئ، او د خپل سر لوړي تاریخ په رڼا او برکتونو کې یو ځل بیا وښیاست چې د ښکیلاک مړستون یو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د