ورزش

د فوټبال نړیوال جام ناک اوټ پړاو لومړۍ سیالۍ، ارجنټاین د فرانسې پر وړاندې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړیوال جام کې نن ماښام د ناک اوټ مرحله پېل کیږي چې په لومړۍ سیالۍ کې د «میسي» لوبډله ارجنټاین او د «ګوریزمن» لوبډله فرانسه مخامخ کیږي.

د ګروپي سیالیو وروسته ارجنټاین لوبډله له سختو ستونزو او نائجیریا لوبډلې ته له ماتې ورکولو وروسته دویم پړاو ته لار وموندله چې په لومړۍ ناک اوټ مرحله کې به د تکړه لوبډلې فرانسې پر وړاندې مخ کیږي.

فرانسه لوبډله که څه هم د یاد نړیوال جام له خوښوونکو لوبډلو څخه ده، خو پر وړاندې یې د نړۍ تکړه او مشهور ستوری لیونل میسي په ننۍ مهمه سیالۍ کې مخ دی، چې د فرانسې لوبډلې لپاره له یو سخت پړاو څخه تېریدل دي.

په ناک اوټ مرحله کې ۱۶ لوبډلې له یوه بل سره سیالۍ لري چې ټولو شپاړس لوبډلو دغې پړاو ته لار موندلې ده او نن ماښام په ۶:۳۰ بجې د شنبې په ورځ د ارجنټاین او فرانس لوبډلې ترمنځ پېل کیږي.

په دویمه سیالۍ کې به نن شپه د پرتګال او یوروګوای لوبډلې مخ کیږي، چې د رونالډو په شمول د پرتګال لوبډله کولای شي یورګوای ته ماتې ورکړي، خو له بل اړخه د کواني او سواریز په شتون د یورګوای لوبډله هم خپله وړتیا ثابتولی شي.

د یاد پړاو د دویمې ورځې سیالۍ به سبا ماښام د اسپانیا او روسیې لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې اسپانیا لوبډله د یو شمېر غوره لوبغاړو په ګډون کولای شي روسیه په اسانه ماته کړي.

ورپسې په همدغې ورځ د کروشیا او ډنمارک ترمنځ بله سیالۍ ترسره کیږي، چې کروشیا لوبډله د راکیټیج او موډریج په څیر تکړه لوبغاړي کولای شي ډنمارک مات کړي، کروشیا لوبډله د ارجنټاین لوبډلې ته په ګروپي سیالیو کې په ۳-۰ ماتې ورکړې وه.

ددې مرحلې په درېیمه ورځ برازیل د مکسیکو پر وړاندې مخ کیږي، که څه هم برازیل د یو شمېر تکړه لوبغاړو په شتون له غوره لوبډلو څخه ده، خو مکسیکو لوبډلې هم په روان جام کې خپله وړتیا ثابته کړې او د نړۍ تکړه لوبډله جرمني ته یې ماتې ورکړې وه، چې د برازیل لپاره یو ستر چیلنج دی.

د ناک اوټ مرحلې په وروستۍ سیالۍ کې د بیلجیئم او جاپان ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي، که څه هم بیلجیئم لوبډلې په ګروپي سیالیو کې ماتې نه ده خوړلې خو جاپان هم خپله وړتیا ثابته کړې ده، جاپان لومړنۍ اسیایي لوبډله ده چې دویم پړاو ته یې لار موندلې ده.

د فوټبال په نړیوال جام کې د ګروپ سیالۍ په زړه پورې پای ته ورسیدې چې د تېر کال نړیوال جام ګټونکې لوبډله جرمني په کې له سیالیو بهر شوه، د ارجنټاین په څېر تکړه لوبډله په سخته دویم پړاو ته ووتله، چې همدا ډول له بل پلوه ځینو کمزورو لوبډلو په اسانه دویم پړاو ته لار وموندله.

ددویم پړاو سیالۍ له ګروپي سیالیو څخه زیاتې په زړه پورې وي، چې په ماتې خوړلو سره به لوبدله له سیالیو بهر کیږي او ګټونکې لوبډله به کوارټر پایلوبو ته لار مومي، نو هره لوبډله به تر وروستي حده د ګټلو کوښښ کوي، چې دا به سیالۍ ډېرې په زړه پورې کړي.

له بل پلوه د ناک اوټ مرحلې په لومړۍ سیالۍ کې د میسي او فرانس لوبډله مخامخ دي، چې په ګروپي سیالیو کې له دواړو څومره تمه کېده ونه توانېدل هغومره بریا ترلاسه کړي، چې په درې سیالیو کې فرانس او ارجنټاین دواړو درې درې ګولونه وهلي دي، چې ننۍ سیالۍ به هم ډېره په زړه پورې پای ته رسیږي.

یاده دې وي چې که چیرې میسي د فرانسې پر وړاندې او پرتګال د یوروګوای پر وړاندې بریا خپله کړه نو په کوارټر پایلوبه کې به میسي د رونالډو پر وړاندې مخ کیږي چې د نړۍ له سترو سیالیو څخه به یوه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x