غني: د امن سیمې؛ طرحه یوه فردي طرحه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د امن سیمې په نامه طرحه حکومتي طرحه نه ده، بلکې یوه فردي طرحه ده.

هغه نن په ارګ کې د خبري کنفرانس پر مهال امنیتي ځواکونو ته هم د عملیاتو امر وکړ او ويې ویل چې لس ورځنی اوربند يې نن پای ته ورسيد.

ډاکټر غني د امن سیمې په نامه د طرحې افراد په ګوته نه کړل، خو ويې ویل چې د سولې اړوند ټول حرکات به له ولس سره شریکېږي.

څو ورځې وړاندې ځينو سرچینو راپورونه خپاره کړل چې طالبانو ته باید په ځينو ولایتونو کې امن سیمې ورکړل شي، چې ولسي جرګې دا د هېواد د تجزيې هڅه وبلله.

حکومت د روژې پر اوویشتمه د اوربند علان وکړ، چې د اختر تر پنځمې به دوام وکړي، خو د اختر په ورځو کې دا اوربند څه ورځې نور هم اوږد شو.

غني وویل، د سولې پلان نه له قوت نه مطرح شوی او نه هم له ضعف نه؛ هغه د خپلې دې خبرې تشریح ونه کړه، پرلپسې يې پسې يې وویل: «اما د عملیاتو شروع همزمان د سیاسي پروسې غځول دي.»

طالبانو هم د اختر دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ، چې په بریا سره پای ته ورسيد.

سره له دې چې د حکومت له لوري د اوربند په موده کې هوايي بریدونه او ځينو ولایتونو کې مخامخ عملیات روان و، خو ډاکټر غني دعوه وکړه چې دا اوربند ۹۸ سلنه بریالی و.

تېره اوونۍ د نورستان په وانټ وایګل کې د بهرنیانو په هوايي برید کې شاوخوا ۲۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ځايي ادارې يوازې د شپږو تنو ملکي وګړو وژنه ومنله.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د