افغانستان

ټاکنې؛ د نوماندانو ابتدايي لیست خپور شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون په راتلونکو ټاکنو کې د پارلمان لپاره د نوماند شویو کسانو ابتدايي لیست خپور کړ.

ټاکل شوې وه، چې دغه لیست د چنګاښ په اوومه خپور شي، خو د ټاکنو کمیسیون مشر وايي د ځينو لرې پرتو ولایتونو د نوماندانو معلومات ورته ناوخته ورسېدل.

د ټاکنو کمیسیون د مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په وینا د پارلمان او د ولسوالیو شوراګانو لپاره شاوخوا ۶ زره فورمې ډکې شوې دي، چې ۲۴۵۴ تنو ولسي جرګې او ۳۷۳۱ تنو د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه نوماند کړي دي.

دغه سرچینه وايي چې شاوخوا ۷،۳ میلونه تنو د رایې ورکولو لپاره نوم لیکنه کړې ده.

د ټاکنو کمیسیون په وینا هغه کسان په ابتدايي لیست کې نه دي راوړل شوي چې یا يې د زده کړو اسنادو ستونزه درلوده یا يې هم د ملاتړو راټولې کړې تذکرې جعلې تسلیم کړې وې.

ټاکل شوې ده راروانې ټاکنې د تلې میاشتې په وروستیو کې وشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x