fbpx
طالب سرتېري د نظامي روزنې پر مهال

تخار: طالبانو بشپړه قرارګاه نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): تخار کې طالبانو د کمیسیاري په نامه سرحدي قرارګاه نیولې او ګڼو ځواکونو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي طالبانو تېره شپه پر یاده قرارګاه برید وکړ، چې په پایله کې يې د قرارګاه د وسلو زېرمه هم طالبانو ته سلامته په لاس ورغلې.

هغه وايي په دې برید کې دوه عسکر وژل شوي، دوه نور ټپیان دي او پنځه طالبانو ژوندي نیولي.

د تیمور په وینا په دې جګړه کې طالبانو یو هاموي ټانګ او دوه رینجرې هم سوځولې دي.

طالبانو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي په دې جګړه کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

طالبانو د ژوندي نیول شویو عسکرو شمېر شپږ تنه یاد کړی او هم يې د وسایطو او مهماتو په اړه لیکلي: «ه قرارګاه کې له دښمن څخه ۸ عرادې رینجر موټر، ۳ عرادې هاموې ټانکونه او ګڼ شمیر سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي هم د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.»

یاده دې وي د ای خانم بندر هم په یاده سیمه کې دی، چې اوس يې واک د طالبانو لاس ته ورغلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د