fbpx

څیړنه: واده کول د فالج او زړه ناروغیو ګواښ کموي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): واده کول نه یوازې دا چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت پر ځای کوي، بلکې په دې سره انسان له ګناهونو او فحاشۍ څخه ژغورل کیږي، په رزق کې د پراخوالي سبب کیږي، او سربېره پر دې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.

واده بدن ته یو شمېر ګټې لري، چې انسان د ذهني سکون، بدني ارامتیا، او د خاوند او میرمنې ترمنځ د رواني حالت ثبات رامنځته کوي، ځکه چې د ژوند تېرولو لپاره سړی ښځې او او ښځه سړي ته ضرورت لري.

په برطانیه کې د رائل سټاک روغتون څیړنې له مخې ویل شوي چې واده درلودل د زړه او فالج په څېر د هلاکونکو ناروغیو په مخنیوي کې ګټور ثابتیږي.

د څیړنې په ترڅ کې له دوو لسیزو راهیسې له ۴۲ کلنۍ څخه تر ۷۷ کلنۍ پورې له دوه ملیونه کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه، په پایله کې څرګنده شوه چې هغه کسان چې واده نه لري د هغه کسانو په پرتله چې واده لري د زړه او فالج ناروغۍ ګواښ ۴۲ سلنه زیات دی.

یعنې هغه کسان چې د ژوند ملګرې/ملګری نه لري، د متاهلینو په پرتله په کې د زړه ناروغیو څخه د مړینې کچه ۴۲ سلنه او د فالج ناروغۍ کچه ۵۵ سلنه لوړه وي.

د څیړونکو په وینا د ژوند ملګری درلودل، په سختو وختونو د یوه بل سره همکاري کوي، او د یوه بل په ساتنه کې مرسته کوي، او د شریانونو سره نښتې ناروغۍ په اړه د ګواښونو وړاندوینو لپاره مهم رول لري.

همدا ډول له دې وړاندې په سویډن هېواد کې د یوې شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي وو چې د واده شوي خلکو په پرتله په یوازې اوسیدونکي خلکو کې د ذهني زوال ناروغۍ ګواښ لوړیږي.

په دې څیړنه کې ویل شوي وو چې د ذهني زوال ناروغۍ رامنځته کېدل د یوازیتوب احساس او ټولنیزې او اجتماعي همکارۍ نه درلودل دي، چې له کبله یې د خپګان/ډپریشن او ذهني نارامتیا او داسې نورو ناروغیو رامنځته کېدو امکان لوړیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

محمد رسول الله یعنی عقلِ کُل. که ئې هره توصیه عملی شی د بشریت ډېری ډول ډول ستونزی به حل شی.